د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فاریاب کې د دوو امنیتي پوستو ۲۲ سرتېري ټپيان او برمته شوي

فاریاب کې د دوو امنیتي پوستو ۲۲ سرتېري ټپيان او برمته شوي

Dec 20, 2018 - 14:48

 

میمنه (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچينې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو برید کې دوه پوستې سقوط شوې، ۲۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او برمته شوي دي.

د قیصار امنیه قوماندان عبدالاحد دهزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې  وسله والو طالبانو تېره شپه په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو او پولیسو برید کړی چې له څو ساعتونو جګړې وروسته د اردو دوه پوستې سقوط شوې چې په پایله کې یې پنځه سرتېري او دوه پولیس وژل شوي دي.

سرچینه همداراز وایي چې د یادو قطعاتو لس منسوبین ټپیان او پنځه نور لادرکه دي چې ښايي اسيران شوي وي.

دهزاد زیاته کړه چې د تېرې شپې جګړې پر مهال طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې په وژل شوو کې د هغوی یو قوماندان هم شامل دی.

د فاریاب ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي چې د قیصار اوسېدونکی دی، د دوو پوستو سقوط او امنیتي ځواکونو ته ور اوښتې مرګ ژوبله تایید کړه خو پر مرکزي اداره یې نیوکه وکړه چې په تېرو ۴۵ ورځو کې یوازې د ارکلیک سیمه کې څه باندې ۵۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د حکومت پر مشرانو هېڅ اغېز نه لري.

نوموړي وویل چې طالبان پرمختللې لایزري وسلې لري ټول امنیتي ځواکونو د دې وسلو په واسطه چې په شپنیو دوربينونو سنبال دي په نښه کوي.

په فاریاب کې د طالبانو یوه مهم چارواکي پژواک ته وویل چې د هغوی ملګرو د تېرې شپې په جګړه کې دوه پوستې نیولي دي، ۱۳ کسان یې وژلي، ۱۱ مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي او ۱۲ میله راکټ، پيکا، کلاشنیکوفونه  او ام ۱۶ له مهماتو سره غنیمت نیولي دي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement