میمنه (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچينې وايي چې د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو برید کې دوه پوستې سقوط شوې، ۲۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او برمته شوي دي.
د قیصار امنیه قوماندان عبدالاحد دهزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر سرتېرو او پولیسو برید کړی چې له څو ساعتونو جګړې وروسته د اردو دوه پوستې سقوط شوې چې په پایله کې یې پنځه سرتېري او دوه پولیس وژل شوي دي.
سرچینه همداراز وایي چې د یادو قطعاتو لس منسوبین ټپیان او پنځه نور لادرکه دي چې ښايي اسيران شوي وي.
دهزاد زیاته کړه چې د تېرې شپې جګړې پر مهال طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده چې په وژل شوو کې د هغوی یو قوماندان هم شامل دی.
د فاریاب ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي چې د قیصار اوسېدونکی دی، د دوو پوستو سقوط او امنیتي ځواکونو ته ور اوښتې مرګ ژوبله تایید کړه خو پر مرکزي اداره یې نیوکه وکړه چې په تېرو ۴۵ ورځو کې یوازې د ارکلیک سیمه کې څه باندې ۵۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د حکومت پر مشرانو هېڅ اغېز نه لري.
نوموړي وویل چې طالبان پرمختللې لایزري وسلې لري ټول امنیتي ځواکونو د دې وسلو په واسطه چې په شپنیو دوربينونو سنبال دي په نښه کوي.
په فاریاب کې د طالبانو یوه مهم چارواکي پژواک ته وویل چې د هغوی ملګرو د تېرې شپې په جګړه کې دوه پوستې نیولي دي، ۱۳ کسان یې وژلي، ۱۱ مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې دي او ۱۲ میله راکټ، پيکا، کلاشنیکوفونه او ام ۱۶ له مهماتو سره غنیمت نیولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن