ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي

په بغلان کې د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي

author avatar
20 Dec 2018 - 11:56
په بغلان کې د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي
author avatar
20 Dec 2018 - 11:56

پلخمري (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): د بغلان د برېښنا رياست چارواکي وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي په دغه ولايت کې د جګړې له امله پرې شوي دي.

د بغلان د برېښنا رييس سلطان احمد عزيزي د لېندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پلخمري اړوند د زمانخېلو په سيمه کې جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((د دې جګړې له امله د ازبکستان د وارداتي برېښنا هغه لين هم پرې شوی چې کابل ته يې درې سوه مېګاواټه برېښنا انتقالوله.))

نوموړي زياته کړه چې تخنيکي ډلې يې سيمې ته استولې څو هر څه ژر دغه مزي بېرته وتړي.

د بغلان د برېښنا رييس دا هم وويل چې د وارداتي برېښنا يو بل مزى په سمنګان کې هم پرې شوی دی.

د يادونې ده، له دې مخکې هم څو ځلې په بغلان ولايت کې د وارداتي برېښنا مزي د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوري پرې شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.