ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د وزيرستاني کډوالو له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه

په خوست کې د وزيرستاني کډوالو له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
20 Dec 2018 - 15:25
په خوست کې د وزيرستاني کډوالو له زرګونو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
20 Dec 2018 - 15:25

خوست ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۹۷): خوست کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا له ۸زره ۵۶۲ اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

د ولايتي چارواکو په وينا چې په دې کورنيو کې زر داخلي بې ځايه شوي او هېواد ته بيا راستانه شوي کډوال او پاتې ۷زره ۵۶۲ هغه وزيرستاني کډوالې کورنۍ دي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې مېشتې دي.

په ټوله کې پر دغو ۸ زرو او ۵۶۲ کورنيو ١،٧ ميليون امريکايي ډالر نغدي مرسته ووېشل شوه چې هرې کورنۍ ۲ سوه ډالر ترلاسه کړل.

د خوست والي حکم خان حبيبي د (لېندۍ ۲۹مه) د یادې نغدي مرستې د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرسته د ژمنيو اړتياوو رفع کولو په خاطر له يادو وزيرستاني او داخلي بي ځايه شوو کورنيو سره وشوه.

هغه زياته کړه هيله مند دي چې په دې سره به تر يوه بريده د هغوی اړتياوې پوره شي.

دی وايي: ((دا يواځېنۍ مرسته نه ده البته د دې تر څنګ زياتره وخت امکاناتو ته په کتو د دولت او غير دولتي ادارو له خوا دغو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې شوې دي او دا لړۍ به دوام لري.))

په همدې حال کې په دغه ولايت کې مېشت د يو شمېر وزیرستاني کډوالو کورنۍ که څه هم د دې نغدي مرستې په ترلاسه کولو خوښ دي، خو زياتوي چې را روان سخت ژمي ته په کتو سره يې پرې ګوزاره نه کېږي.

هغوی د افغان دولت تر څنګ له نړيوالو مرستندويه ادارو غوښتنه کوي چې په دغه ولايت کې له مېشتو وزيرستاني کډوالو سره دې د هغوی د ستونزو د رفع کولو په خاطر نورې مرستې هم وکړي.

د ډاکټر حيات مسيد او ملک خان حبيب په نوم دوو تنو وزيرستاني کډوالو پژواک خبري اژانس ته په دې اړه وويل: ((موږ د دغو ۲ سوه ډالرو نغدي مرسته مننه کوو خو موږ کې داسې کونډې، يتيمان او غريب خلک پراته دي چې ډېرو مرستو ته اړتيا لري. مخکې موږ ته لرګي راکول کېدل او نغدي مرسته راکوي، ګټه يې دا ده چې يو خو په لرګيو کې ډېر شنه راتلل او بل پر وخت نه را رسېدل، خو اوس موږ کولی شو چې په دې پيسو باندې ښه لرګي په ښه وخت کې واخلو.))

د شمېرو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې د داخلي بې ځايه شوو تر څنګ ۱۰زره او ۵ سوه وزيرستاني کډوالې کورنۍ هم مېشتې دي چې زياتره هغه يې د دغه ولايت په تريزو عليشېرو، ګربز او سپېره ولسوالۍ کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.