ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

پکتیا کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
20 Dec 2018 - 14:58
پکتیا کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
20 Dec 2018 - 14:58

ګردېز (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٧): په پکتیا کې هغه کورنۍ چې غړي یې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي، شکايت کوي چې حکومت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د دوی په خبره، ډېرې داسې کورنۍ شته چې د کور يواځېنی ډوډۍ راوړونکی يې په ملي ځواکونو کې وژل شوی او د هغه له مرګ وروسته له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دې کورنيو له ډلې يې ځينې د کار او ټولنيزو چارو رياست او پکتيا پرېس کلب مخې ته د اعتراض په توګه راوتلې وې او له حکومته يې وغوښتل چې د وژل شوو سرتېرو کورنيو او اولادونو ته ځانګړی پام وکړي.

د یادو کسانو له ډلې رحم بي بي د لېندۍ په ٢٩مه پژوک خبري اژانس ته وويل چې زوی يې سميع الله کابو اووه مياشتې وړاندې يې د ملي اردو په ليکو کې  ژوند له لاسه ورکړی او په کور کې د ګټې، وټې بل څوک نه لري او نه يې چا تر اوسه لاسنيوی کړی دی.

دا سپين سرې مور له حکومته د سختې ګیلې سربېره پر دې هم ځوريږي چې سيمه ييزو ملايانو يې د وطن په دفاع کې د وژل شوي زوی جنازه نه ده کړې او د خپلې هديرې پر ځای يې په بله هديره کې خاورو ته سپارلی دی.

نوموړي د اوسېدو لپاره خپل ځای نه لري او په يوه زاړه کرايي کور کې د ژوند شپې، سبا کوي او زياتوي چې هغه پيسې هم نه دي ورته رسېدلې چې د وژل شوي سرتېري کورنۍ ته ورکول کېږي.

رحم بي بي په ژړغوني غږ وويل: ((پردۍ هديره کې مې خښ کړ، وطن ته مې نشوی وړی، ملايانو ويل يې موږ يې جنازه نکوو کافر دی، کافر ولې و، خو خپل وطن ته يې خدمت کولو. اوس چې څوک بادشاهي راکړي هم څه به يې کوم، زوی مې نه راځي.))

د ګردېز د عسکري فاميلي کمپ د اوسېدونکي عبدالله، يو ورور او کاکا په هلمند او کونړ ولايتونو کې د نظامي دندې پر مهال وژل شوي، خو عبدالله وايي تر اوسه له دوی او د کاکا له بې سرپرسته کورنۍ سره يې هېڅ مرسته نه ده شوې.

نوموړي پژواک ته وويل چې د يوې نومرې ځمکې سربېره يې د ورور او تره د پنځو او شپږو مياشتو پاتې شوي معاشونه هم نه دي ورکړل شوي او له څو مياشتو راهيسې يې په يوه بله بهانه پر ادارو ګرځوي.

دی وايي: ((اقتصادي وضعيت مو ډېر خراب دی، يتيمان راپاتې دي. دلته چې نومرو ته ورشو، وايي نشته؛ پنځه مياشتې کېږي چې معاشونه يې معطل دي چې ورشو وايي کابل ته پېژندتون ته ورشه، پېژنتون ته چې ورشو، هغه وايي چې شهدا او معلولينو ته ورشه، هلته چې ورشو وايي ولايت ته ورشه، ولايت کې بيا وايي چې دا زموږ کار نه دی او خپل مسوول لري. دا شپږ میاشتې کېږي زه په دې کارونو پسې ګرځم، خو دوی هېڅ غوږ نه نيسي او هېڅ اداره مو کار نه کوي.))

د ملي اردو د يو بل وژل شوي سرتېري پلار ګل محمد وايي چې زوی يې شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې د دندې پر مهال د پوځ په ليکو کې ژوند له لاسه ورکړی او ده ته يې يتيمان اولادونه ور پاتې دي، خو اوس ان مياشتنی معاش هم پر وخت نه ورکول کېږي.

دی وايي: ((مشر زوی مې و، ډېر زيات مشکلات لرم. د شهيدانو تنخوا پنځه او شپږ مياشتې بندوي چې خپل تجارتونه پرې وکړي، بيا چې کله حواله شي، په هغه کې څو سوه روپۍ کټ کوي، وايي چې بيا يې بل وار درکوو، خو تر اوسه مو ونه ليدې. اشرف غني راغلو چې اووه مياشتو کې به شهيدانو ته نومرې ورکړو، خو تر اوسه د هغو هم هېڅ درک نشته.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.