ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتو “ډاکټرانو” وياړ غونډه جوړه شوه

د پښتو “ډاکټرانو” وياړ غونډه جوړه شوه

author avatar
22 Dec 2018 - 18:37
د پښتو “ډاکټرانو” وياړ غونډه جوړه شوه
author avatar
22 Dec 2018 - 18:37

کابل (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): په کابل کې د پښتو ژبې او ادبياتو په برخه کې د ١١ تنو د دوکتورا اخيستو وياړغونډه جوړه شوه.

دغه "د پښتو هسک او ځوان ستوري (د پښتو ډاکټرانو وياړغونډه)" په نوم غونډه د ګويته انستيوت، افغان ميديوتيک، افغان کلتوري ټولنې جرګې او خوشحال بابا فکري بهير له خوا په ګډه د مرغومي په لومړۍ نېټه جوړه شوه چې په کې د لر او بر لسګونو پوهانو، څېړونکو او فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په پښتو ژبه او ادبياتو کې له کابل پوهنتون او د پښتونخوا د پېښور پوهنتون له پښتو اکاډمۍ څخه ١١ تنه د خپلو ډيزرشيټونو په دفاع کولو سره دوکتورا (پي ايچ ډي) واخيسته.

ده زياته کړه، نورالحبيب نثار، پوهندوى عزيزالله جبارخېل، څېړنپوه سيد محي الدين هاشمي، څېړنوال عبدالظاهر شکېب، څېړندوى عبدالاحد منګل او پوهنيار بيت الرحمن رودوال د پېښور پښتو اکاډمۍ څخه او پوهاند محمد اسماعيل يون، پوهنوال لعل پاچا ازمون، پوهندوى اجمل ښکلي، پوهاند محمد رفيق رفيق او پوهاند يارمحمد يزال له کابل پوهنتون څخه د دوکتورا په کچه زده کړې کړې دي.

د خوشحال بابا فکري بهير مشر ډاکټر خوشحال روهي په ياده شوي ناسته کې وويل چې پښتو ژبه ورځ په ورځ پياوړې کېږي، دا ځکه چې په پښتنو کې د سواد کچه زياتېږي، خو دا چې اوس ٢١مه پېړۍ ده، بيا هم دغه ژبه له ننګونو سره مخامخ ده او حل يې کره پلان جوړولو او ارزونې ته اړتيا لري.

ده زياته کړه، پښتو ژبه اوسمهال ژوندۍ ده، خو بايد له نورو ژبو سره سياله شي.

د اکاډمي غړى اصف احمدزى وايي، په دې غونډه کې هر يوه دوکتور د خپلې پي ايچ ډي د موضوع لنډيز ګډونوالو ته وړاندې کړ.

د هغه په وينا، د غونډې په دوهمه برخه کې د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ په اړه بحثونه وشول او په دې اړه ګډونوالو وړانديزونه وکړل.

دى زياتوي، په پاى کې يادو ډاکټرانو ته ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.