ښرنه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د پکتيکا د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ يو شمېر ښوونځي ودانۍ نه لري او د ځينو نورو يې بيا ودانۍ دومره زړې شوې چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د يوسف خېلو ولسوالۍ د يوسف خېلو کلي اوسېدونکي جميل د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عبدل بابا ښوونځى د نړېدو له ګواښ سره مخ دى.
هغه وايي: ((اته کاله وړاندې د دغه ښوونځي د جوړېدو چارې پيل شوې، خو بيا په نيمايي کې پاتې شو او اوس يې دېوالونه د غورځېدو په حال کې دي.))
دغه راز د يوسف خېلو مرکزي لېسې زده کوونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې دغه ښوونځى دوه ودانۍ لري او دواړه د نړېدو په حال کې دي.
هغه زياته کړه: ((دغه تعميرونه په ٢٠٠٢ کال کې جوړ شوي، اوس ډېر زاړه شوي، کله چې باران وشي له چتونو يې اوبه را څاڅي، که غم يې ونه خوړل شي يوه ورځ به پر شاګردانو را ولوېږي.))
همدارنګه د يوسف خېلو يوه قومي مشر ملا منان پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د نجونو لېسه په يوه خټين کور کې ده.
دى وايي: ((فاطمه الزهرا لېسه اووه سوه شاګردانې لري، د ښوونځي لپاره يې احاطه جوړه شوه خو اصلي تعمير يې تر اوسه نه دى جوړ شوى، اوس دغه لېسه په يو کرايي او خټين کور کې ده.))
د يوسف خېلو ولسوالۍ يو شمېر نورو خلکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه ستونزه يې څو ځلې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه د حل لار ورته نه ده پيدا شوې.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيکا د پوهنې رياست مرستيال عبدالرحيم اسحاقزي پژواک ته وويل، دوى پلان لري چې په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د يو شمېر ښوونځيو بيارغونه وکړي.
هغه وايي: ((د ځينو ښوونځيو دروازو او کړکيو مشکل درلود چې ورته بدل کړي مو دي او په وار وار به دا نور کارونه هم وکړو.))
نوموړي دا هم وويل چې په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د يو شمېر ښوونځيو د جوړېدو چارې په نيمايي کې پاتې دي چې دغه مسئله د پوهنې له وزارت سره شريکه شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن