ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي

نورستان کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي

author avatar
22 Dec 2018 - 13:51
نورستان کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي
author avatar
22 Dec 2018 - 13:51

جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم  د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازديګر ناوخته د لوېديځ نورستان اړوند نورګرام ولسوالۍ په تيسين سيمه کې يو مسافر وړونکی موټر د تخنيکي ستونزې او چلوونکي د بې احتياطۍ له امله کندې ته لوېدلی دی.

دی وايي‌‌‌‌‌‌ چې پېښه کې درې کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ۱۷ ټپيان ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي. 

دی زياتوي، د يادو ټپيانو له ‌‌‌‌‌‌ډلې پنځه یې چې روغتيايي وضعيت يې اندېښمن و، د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ولېږدول شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.