جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپيان دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازديګر ناوخته د لوېديځ نورستان اړوند نورګرام ولسوالۍ په تيسين سيمه کې يو مسافر وړونکی موټر د تخنيکي ستونزې او چلوونکي د بې احتياطۍ له امله کندې ته لوېدلی دی.
دی وايي چې پېښه کې درې کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه ۱۷ ټپيان ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.
دی زياتوي، د يادو ټپيانو له ډلې پنځه یې چې روغتيايي وضعيت يې اندېښمن و، د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ولېږدول شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن