چاريکار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٧): سېلاب قول اردو وايي چې په پروان ولايت کې د ايتلافي ځواکونو په يوه هوايي بريد کې د وسلو يو قاچاق کوونکی وژل شوى دى.
په ختيـځ کې د سېلاب قول اردو له خوا د مرغومي په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ايتلافي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې له خوا دغه بريد تېره شپه د پروان د بګرام ولسوالۍ په دولت شاه سيمه کې شوى و.
سرچينې زياته کړې چې په دغه هوايي بريد کې د سيد انور په نوم د وسلو او مهماتو قاچاقي وژل شوى، خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د پروان د والي وياند وحيده شاهکار د دغو عملياتو د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې بريد د سيد انور پر کور شوى و.
هغې زياته کړه چې په دغه بمبار کې د سيد انور په ګډون د هغه په کور کې شپږ څاروي هم وژل شوي دي.
بلخوا سېلاب قول اردو ويلي چې په پروان ولايت کې د وسله والو مخالفينو ترمنځ خپلمنځي اختلافات هم ډېر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د پروان ولايت امنيه قوماندان ويلي وو چې د طالبانو خپلمنځي جګړه کې د ملا قادر په نامه د دغه ولايت لپاره د طالبانو نظامي مسوول وژل شوى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن