لښکرګاه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٧): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې پر یوه ملکي موټر د ماين چاودنه شوې چې په کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هلمند والي وياند عمر ځواک د مرغومي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او د ېوې نجلۍ په ګډون دوه ماشومان ټپيان دي.
ځواک زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري خښ شوی و.
دغه راز په مرکز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوى ته دوه ټپيان انتقال شوي دي.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د ناوې ولسوالۍ د هلمند له نا امنو سيمو شمېرل کېده خو شاوخوا دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ او دغه ولسوالي ونيوه، که څه هم چې اوس د دې ولسوالۍ کنټرول د حکومت په لاس کې دى خو ډېری سيمې يې نا امنه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن