کابل (پژواک، ٢ مرغومی ٩٧): اسدالله خالد د ملي دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزارتونو د سرپرست او نوماندانو په توګه وټاکل شول.
د ولسمشر د ویاند د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، امرالله صالح او اسدالله خالد د ولسمشر د جلا فرمانونو پر اساس د یادو وزارتونو سرپرستان ټاکل شوي دي.
د ولسمشر په احکامو کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته دنده ورکړل شوې چې یاد نوماندان د اساسي قانون د ۹۱مې مادې د درېیمې فقرې پر اساس د رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
تر اوسه ویس برمک د کورنیو چارو د وزیر او طارق شاه بهرامي د ملي دفاع وزارت د وزیر دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن