کابل (پژواک، ۲ مرغومی ٩٧): د ټاکنو کمېسیون د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې د دې جرګې اووه اوسني غړي او اووه نوي کسان دې جرګې ته بریالي شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي، عبدالکریم کریمي د ۱۰۵۸۵ رایو، فريدون خان مومند د ۷۷۲۱ رایو، عبدالرووف شپون د ۷۳۴۲ رایو، امیرمحمد یار د ۷۱۹۸ رایو، میرویس یاسیني د ۶۶۹۸ رایو، حضرت علي د ۶۴۵۲ رایو، نبی الله باز د ۶۳۰۹ رایو، عبدالناصر مومند د ۶۰۰۸ رایو، ابرارالله مراد د ۵۵۰۴ رایو، لعل محمد درانی د ۵۴۲۰ رایو، ارین یون با ۴۴۴۴ رایو، لیلما ولي حکیمي د ۳۲۵۳ رایو، سایمه خوګیاڼۍ د ۲۶۷۱ رایو او ډېوه نیازۍ د ۱۶۸۸ رایو په ترلاسه کولو مخکښ نوماندان اعلان شوي دي.
فريدون خان مومند، امیرمحمد یار، میرویس یاسیني، حضرت علي، ارین یون، لیلما ولي حکیمي او سائمه خوګیاڼۍ د ولسي جرګې د اوسنۍ دورې غړيتوب هم لري او پاتې اوو کسان نوي دي.
حاجي ظاهر قدير، عصمت شينوارى، سيد اکرام، اميرجان دولت زى، عبدالغفار، فرشته انوري او پيربخش ګرديوال د ولسي جرګې هغه غړي دي چې په دې دوره ټاکنو کې یې ولسي جرګې ته لار نه موندلې.
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه ترسره شوې دي او د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د ننګرهار په ګډون د ۳۰ ولایتونو لومړني پایلې اعلان کړې دي او د کابل، بغلان، پکتیا ولایتونو او د کوچیانو حوزې د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.
د یادونې ده، په غزني ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې د ځینو ستونزو له امله ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې راتلونکی کال ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن