د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دوو پروژو چارې لا هم ټکنۍ دي

کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دوو پروژو چارې لا هم ټکنۍ دي

Dec 23, 2018 - 17:30

کندهار (پژواک، ۲ مرغومی، ۹۷): خلک او حکومتي چارواکي دواړه په کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه برېښنا د دوو پروژو له ورو چارو شکایت کوي او غوښتنه کوي چې اړوندې کمپنۍ دې له قرارداد سره سم خپل کارونه چټک کړي.

له همدې امله ولایتي ادارې د اړوندو کمپنیو مسوولین ورغوښتي او هغوی ته یې خبر ورکړی چې تر راتلونکې یوې اونۍ خپل کارونه چټک کړي او له قرارداد سره سم دې ټولې چارې بشپړې کړي.

په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د دوو پروژو کارونه په داسې حال کې ورو روان دي چې د کندهار ښار اوسېدونکو ته په هرو ۴۸ ساعتونو کې د ډيزلي جنراتورونو پر مټ ایله څو ساعتونه برېښنا ورکول کېږي.

هغه غونډه چې په همدې موخه د ولایت مقام کې جوړه شوې وه، مرستیال والي او سرپرست عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال، د برېښنا رییس امان الله فاروقي او د اړوندو کمپنیو مسوولینو په کې ګډون کړی وو.

د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وویل، په دې ولایت کې د ۴۰ مېګاواټه برېښنا د دوو پروژو چارې ډېرې ټکنۍ دي چې خلک او ولایتي اداره دواړه ورڅخه خوښ نه دي.

هغه د اړوندو کمپنیو له مسوولینو وغوښتل چې تر یوې اونۍ خپلې چارې چټکې کړي او له قرارداد سره سمې یې پای ته ورسوي؛ که داسې و نه کړي، نو ولایتي اداره به په رسمي توګه مرکزي ادارې ته شکایت وکړي او د اړوندو کمپنیو کار به ودروي.

نوموړی یادونه وکړه چې یواځې به په دې بسنه نه کوي، بلکې د اړوندو کمپنیو مسوولین به څارنوالۍ ته هم ور وپېژندل شي.

ده یادونه وکړه چې د دغو پروژو په بشپړېدو د برېښنا په برخه کې تر ډېره بریده د خلکو ستونزې حل کېږي او په کار ده چې اړوندې کمپنۍ د خپلو مسوولیت له مخې ټولې چارې په ښه توګه په لنډ وخت کې تر سره کړي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وويل، د سولر برېښنا د لومړۍ پروژې (۱۰ مېګاواټه) پلانټ د نصبولو چارې زولارستان او د دویمې پرژوې (۳۰ مېګاواټه) پلانټ د پنځلس مېګاواټه د نصبولو چارې زورلارستان او د ۱۵ مېګاواټه نورې برېښنا د نصب چارې ۷۷ ترکي کمپنۍ ته ورسپارل شوې دي.

دی وايي، ترکي کمپنۍ خپلې چارې په ډېره ښه توګه تر سره کړي چې په لنډ وخت کې به بشپړې شي، خو د زولارستان کمپنۍ کارونه ډېر ورو او ټکني دي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سولر برېښنا د پلانټونو د پروژو اړوندو مسوولینو څو میاشتې وړاندې ورسره ژمنه کړې وه چې خپل کارونه یې چټک کړي او تر راتلوکو څو اونیو به د دغو پلانټونو مزي له مرکزي برېښناکوټ سره وصل شي چې هغه مهال یې د پایو لګولو کار روان وو.

دی وايي، برېښنا شرکت خپلې ټولې اړوندې چارې چې د مزو غځول، د پایو لګول او نور په کې شامل دي، بشپړې کړي، خو اړوندو کمپنیو چې د سولر پلانټونه د چمتو کولو چارې پر غاړه لري، پر خپله ژمنه نه دي ختلې او چارې یې ورو روانې دي.

د ده په خبره، له همدې امله د اړوندو کمپنیو مسوولین ولایت مقام ته غوښتل شوي وو او خبرداری ورکړل شو چې خپل کارونه دې چټک کړي.

ده وویل، د ۳۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه او د ۱۰ مېګاواټه سولر پلانټ لپاره د همدې ولسوالۍ نساجي فابریکې ته مخامخ زرګونه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

هغه زیاتوي، د دغو پلانټونو اړوند د احاطې د دېوالونو او اړوندو نورو ودانیو چارې مخکې بشپړې شوي او اوس په کې د لمریزې برېښنا د تولید د هېندارو د نصبول پيل شوي، خو چارې یې ورو روانې دي.

د ده په خبره، د ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې ټول لګښت ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر دی چې ۱۴ میلیونه ډالره یې د افغانستان د دولت له خوا د سبسایډي په توګه ورکول کېږي، خو پاتې پیسې د زولارستان او ۷۷ ترکي کمپنیو له خوا ورکول کېږي.

د ده په وینا، د دغې پروژې د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ او د ۱۵ مېګاواټه برېښنا د تولید چارې د زولارستان کمپنۍ له خوا بشپږېږي.

دی وايي، د قرارداد له مخې یادې شوې کمپنۍ تر راتلونکو شلو کلونو دغه برېښنا د افغانستان پر برېښنا شرکت په ټیټه بیه پلوري او وروسته به بشپړه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت ته سپاري.

ده یادونه وکړه چې د ترکۍ کمپنۍ له کارونو خوښ دي او د ۱۵ مېګاواټه برېښنا اړوند شاوخوا ټولې چارې یې بشپړې کړي دي، خو د زولارستان کمپنۍ کارونه ډېر ورو دي.

دغه راز د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پلانټ د نصب چارې د ۱۹ میلیونه ډالرو په لګښت تر سره کېږي چې ۱۰ میلیونه ډالر د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې او پاتې ۹ میلیونه ډالر د اړوندې کمپنۍ (زولارستان) له خوا ورکول کېږي.

د دغې پروژې کار له درې کلن ځنډ وروسته تېر کال (د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د سپټمبر په ۲۴مه) پيل شوی او ژمنه شوې وه چې د دولسو میاشتو په اوږدو کې (د ۲۰۱۸ کال د اګست تر میاشتې) به بشپړ شي.

خو تر دې وروستیو یې یواځې د احاطې د دېوال او ځمکې د هموارۍ چارې بشپړې شوي وې او نور کارونه یې ځنډېدلي دي.

د برېښنا رییس وايي، د دوی پر ډېر ټینګار سربېره اوس هم د دغې پروژې چارې ورو دي.

د ده په خبره، د یادو شوو دواړو پروژو په بشپړېدو سره به د کندهار صنعتي پارک د برېښنا ستونزه یو مخ هوارېږي او اضافي برېښنا ښاریانو ته ورکول کېږي.

اوسمهال د کندهار صنعتي پارک ته د ۱۰ ساعتونو لپاره د اونۍ شپږ ورځې ۸ مېګاوټه برېښنا له ډيزلي جنراتورونو ورکول کېږي چې بسنه نه کوي.

د کجکي بند د برېښنا په اړه فاروقي وویل، په دغه بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید توربینونه درېدلي دي او د کندهار ښاریانو ته یواځې له ډيزلي جنراتورونو په ۴۸ ساعتونو کې څو ساعته برېښنا ورکول کېږي.

دی وايي، په ټولیزه توګه ټول هېواد او په ځانګړې توګه سوېلي زون سختې وچکالۍ ځپلی چې له امله یې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کچه له ۷۰ مترو څخه ټيټه شوې ده.

د ده په خبره، په دې ورځو کې د کجکې بند اوبه بېرته پر ډېرېدو دي او تمه ده چې تر راتلونکو څو ورځو توربینونه بېرته فعال او کندهار ته برېښنا جریان پيدا کړي.

پر کجکي بند ۳ توربینونه نصب شوي چې په عادي حالت کې ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او کندهار ته ورڅخه ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د برېښنا کمښت د کندهار د ټولو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د فابریکو د مسوولینو لپاره لویه ننګونه ده.

نوموړی زیاتوي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یواځې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي، خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

د ده په خبره، لسګونه نور پانګه وال همدې لمریزې برېښنا ته په تمه دي څو هغوی نوې فابریکې جوړې او فعالې کړي.

دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاره، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاوخوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو نوموړی زیاتوي، ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی غوښتنه کوي چې د دې پروژې چارې دې له شوو ژمنو سره سم چټکې او بشپړې شي.

دغه راز د کندهار اوسېدونکي هم وايي چې د برېښنا نشتوالي یې پر ژوند بد اغېز کړی او کلونه وشول چې له دې ستونزې کړېږي.

دوی هم غوښتنه کوی چې د حکومت دې پر اړوند کمپنیو فشار راوړي څو په کندهار کې د سولر پلانټونو د نصب او تولید چارې ګړندۍ کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement