جلال اباد (پژواک ۳ مرغومی ۹۷): د ننګرهار پوهنتون محصلينو د پوهنتون د چاپېريال د پاکوالي کمپاين ترسره کړ او ترڅنګ يې خلکو ته د خپلو سيمو د پاک ساتلو پيغام ورکړ.
دوی د مرغومي په ۳مه د پوهنتون انګړ ته راووتل او د مدني ټولنو د څو تنو استازو، د پوهنتون د استادانو او مسوولينو په ملګرتيا يې د پوهنتون له چاپېريال څخه کثافات ټول کړل.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکتر يحيی فهيم وويل، د پوهنتون محصلين بايد د ټولنې لپاره د ښو کارونو سمبول وګرځي؛ نو ځکه يې محصلين وهڅول چې دا ډول يو کمپاين ترسره کړي.
هغه زياته کړه، له ياد کمپاين موخه خلکو ته د خپلو سيمو د پاک ساتلو پيغام ورکول او په ضمن کې د پوهنتون پاکوالی مراعتول و.
د کمپاين پر مهال يو شمېر محصلينو دا ډول اشرونه د محصلينو تر څنګ د هېواد ټولو وګړو ته د ښار او ټولنو د پاک ساتلو او پاک چاپېريال جوړولو لپاره اړين وباله.
د پوهنتون د ادبياتو پوهنځي يو محصل خدای نور وويل، د دې ترڅنګ چې دلته يې د خپل پوهنتون پاک ساتلو کې برخه واخيسته، د خپلې سيمې خلک به هم هڅوي چې سيمه کې ورته کمپاين ترسره کړي او د کورونو چاپېريال پاک وساتي.
دغه راز د شرعياتو پوهنځي يو محصل قاري عبدالله وويل، که هر څوک د خپل کور ترڅنګ د کور شاوخوا هم پاکه کړي، نو ښار ورسره ټول پاکېدلی شي.
د جلال اباد ښاروالۍ د اومې ناحيې آمر ډاکټر بريالی چلند چې دغه کمپاين ته ورغلی و، وويل، د ښار او سيمو پاکوالی يواځې د ښاروالۍ دنده نه ده او د خلکو دا ډول همکاري د دې لامل کېدلی شي چې ښار پاک شي.
دغه راز مدني فعال برهان الدين سيرت هم له ښاريانو وغوښتل، چې د ښاري فرهنګ له مخې هر ښاري بايد د ښار پاک ساتلو کې برخه واخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن