ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ډېری نجونې د ناسمو دودونو او ښځینه ښوونکو کموالي له امله له ښوونځي پاتې کېږي

بلخ کې ډېری نجونې د ناسمو دودونو او ښځینه ښوونکو کموالي له امله له ښوونځي پاتې کېږي

author avatar
24 Dec 2018 - 14:16
بلخ کې ډېری نجونې د ناسمو دودونو او ښځینه ښوونکو کموالي له امله له ښوونځي پاتې کېږي
author avatar
24 Dec 2018 - 14:16

مزارشريف (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): په بلخ  ولايت کې  د ښځو د حقونو فعالانې او يو شمېر زده کوونکې وايي چې د ناسمو دودونو او د ښځينه ښوونکو د کمښت له امله نجونې له زده کړو پاتې کېږي.

د بلخ د ښځو چارو رياست بيا له زده کړو د ښځو منع کول، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي جدي بڼه يادوي.

له دې سره د بلخ د پوهنې رياست ډاډ ورکوي چې د دغه  مشکل د حل لپاره يې جدي هڅې پيل کړې دي.

بلخ د هېواد له امنو ولايتونو دی چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د نورو چارو تر څنګ د تعليم او زده کړو برخه کې هم پام وړ پرمختګونه راغلي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، دمګړۍ د بلخ د ټولو زده کوونکو نږدې ۴۰ سلنه نجونې دي خو ورسره جوخت د ياد ولايت په ډېری ولسواليو کې له زده کړو د نجونو راګرځول، جدي ستونزه ګڼل کېږي چې لا هم پر ځای پاتې ده.

د بلخ د ښځو چارو رياست اداري مديرې عارفه سفار د دې موضوع په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې له زده کړو د نجونو ګرځول او يا هم په نيمايي کې د ښوونځي پرېښودل، د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي جدي بڼې دي.

هغه وايي چې د بلخ به نږدې ټولو لرو پرتو سيمو کې نجونې يوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو حق لري او له هغه وروسته يې کورنۍ له ښوونځيو وباسي.

د هغې په خبره، ستونزه له هغه ځايه سرچينه اخلي چې په ډېری کورنيو کې نجونو ته د هلکانو په پرتله په کمه سترګه کتل کېږي.

نوموړې وايي چې ښوونځيو ته نجونو نه پرېښودلو لوی لامل سيمه ييز ناسم دودونه دي.

سفار وويل: ((بلخ کې تر ډېره ښوونځيو ته د لاسرسي امکانات ډېر دي، خو اصلي ستونزه په کورنيو کې ده، ډېری کورنۍ  خپلو هلکانو ته تر دوکتورا او ماسټرۍ پورې د زده کړو مصارف او زمينه برابروي، خو خپلې نجونې د کور شا ته ښوونځي ته هم نه استوي چې دا ښکاره تاوتريخوالی دی.))

د ښځو چارو رياست دې کارکوونکې له ديني علماوو، قومي مشرانو او اړونده دولتي ادارو غواړي چې د يادې ستونزې د حل په موخه لازم اقدامات وکړي.

نوموړې په دې برخه کې د عامه پوهاوي تبليغات زيات ګټور بولي او ديني عالمانو او پوهنې وزارت څخه د دغه کار تمه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.