د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له نشه يي توکو سره د مبارزې او عدلیې وزیران د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل

له نشه يي توکو سره د مبارزې او عدلیې وزیران د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل

Dec 24, 2018 - 16:08

کابل (پژواک، ٣ مرغومی ٩٧): له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي او د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د ولسي جرګې له استیضاح بریالي ووتل.

ولسي جرګې د لېندۍ په ۲۶مه پرېکړه وکړه چې د عامه ګټو، عدلیې، له نشه یي توکو سره د مبارزې، ترانسپورټ او مخابراتو وزیران د ۱۳۹۶ کال له ۷۰ سلنې د کمې بودجې د لګښت له امله استیضاح کړي.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې ۱۳۱ غړو ګډون درلود او یاد دوه وزیرانو یې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

وروسته د دواړو وزیرانو لپاره د رایو صندوقونه کېښودل شول خو دواړه له دې استیضاح بریالي ووتل.

سلامت عظیمي چې د ۱۳۹۳ کال د وري په ۳۱مه له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د څوکۍ لپاره یې د ولسي جرګې د غړو د باور رایې ترلاسه کړې وه، نن وتوانېده چې د ۶۷ تایید، ۶۲ نا تایید او دوو سپینو رایو په وسیله خپل مقام وساتي.

دغه راز عبدالبصیر انور چې د ۱۳۹۴ کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه یې د عدلیې وزارت د وزیر په پست دنده پیل کړې نن د ۶۷ تایید، ۵۸ ناتایید، څلورو سپینو او دوو باطلو رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې له استیضاح بریالی ووت.

انور د ۱۳۹۵ کال د لړم په میاشت کې هم ولسي جرګې استیضاح کړی و خو دا چې نوموړي د جرګې په ناسته کې ګډون ونه کړ نو د ولسي جرګې غړو یې په نه شتون کې د رایو صندوق کېښود خو له واکه لرې نه شو.

یما یاري ته د ۱۳۹۶ کال د لېندۍ په میاشت کې ولسي جرګې د عامه ګټو د وزیر د څوکۍ لپاره د باور رایه ورکړه او د مرغومي په لومړۍ په داسې حال کې د ولسي جرګې له استیضاح بریالی ووت چې دې جرکې د لازم نصاب له لرلو پرته نوموړي ته د رایو صندوق اېښی و.

دا په داس حال کې ده چې د هېواد د اساسي قانون د ۹۲مې مادې پر اساس ولسي جرګه د ټولو غړو په ۲۰ سلنه وړاندیزونو هر یو وزیر استیضاح کړي او د وزیر په اړه د نه باور رایه باید روښانه، مستقیمه او پر دلایلو ولاړه وشي او دغه رایه د ولسي جرګې د ټولو غړو په اکثریت صادرېږي.

د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې چې د مرغومي په پنځمه ((چهارشنبې)) د ترانسپورټ او مخابراتو وزیران استیضاح شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement