ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ګوړې ډېر تولید د پاکستانۍ ګوړې بازار سوړ کړی

ننګرهار کې د ګوړې ډېر تولید د پاکستانۍ ګوړې بازار سوړ کړی

author avatar
24 Dec 2018 - 15:47
ننګرهار کې د ګوړې ډېر تولید د پاکستانۍ ګوړې بازار سوړ کړی
author avatar
24 Dec 2018 - 15:47

جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۹۷): د ننګرهار څلورو ولسواليو کې سږ کال له ۹۴زره مټريک ټنه ډېره ګوړه توليد شوې چې په دغه ولايت کې يې د پاکستانۍ ګوړې بازار خراب کړی دی.

کروندګر وايي، تر پخوا يې د توليداتو بازار هم ښه شوی، خو د دولت نه پاملرنه يې لا هم د پرمختګ پر وړاندې خنډونه دي.

په ننګرهار کې تر ډېره د کامې ولسوالۍ ګوړه مشهوره ده او هره ورځ ګڼ شمېر ځوانان د ګنو، ګاڼۍ او ګوړې ليدو او خوراک لپاره ورځي.

د پژواک خبري ټيم هم دې ولسوالۍ ته ورغلی او د ګوړې د توليد په تړاو يې له کروندګرو سره خبرې اترې کړې دي.

کروندګر وايي، پخوا به ګني يوازې په ښارونو کې د ګنيو د شربت لپاره ترې پېرل کېدل چې نرخونه يې ارزان وو، خو په دې وروستيو کې يې خپله د ګوړې د توليد ګاڼۍ جوړې کړې چې د ګنیو د پلور په پرتله يې د ګوړې په پلور کې ګټه څو چنده زياته ده.

د ګوړې توليد اسانه کار نه دی، ډېرې ستړياوې لري، دروند کار دی او د ډېر وخت زحمت ته اړتيا لري چې لږ تر لږه درې منه ګوړه په يوه ساعت کې جوړېږي.

د کامې ولسوالۍ د پيرزو سيمې اوسېدونکی ولايت خان په خپله ځمکه کې سږ کال ګني کرلي او د ګوړې د توليد لپاره يې ګاڼۍ هم جوړه کړې ده.

دی وايي، له ګڼيو، تر رېبلو او راټولولو وروسته، لومړی په ماشين کې اوبه اوځي، هغه په لويو کړايانو کې اچول کېږي، لاندې ترې اور بلېږي او لږ تر لږه په درېيو ساعتونو کې له شپږ منه ګنيو درې منه ګوړه توليدېږي.

د نوموړي په خبره، د ګوړې تولید د دوی د ګټې وټې د زياتوالي سربېره نورو خلکو ته هم د کار زمينه برابره کړې او هره ګاڼۍ کې د لسو په شاوخوا کې کارګر د ګوړې په توليد بوخت دي.

د ګوړې د توليد تر څنګ د ګنيو کښت هم له ستونزو او کړاوونو ډک دی او ډېر مصرف ته اړتيا لري.

د دې ولسوالۍ د مستالي کلي اوسېدونکی نجيب الله چې پر خپله ځمکه کې يې ګني کرلي، وايي، پوره يو کال انتظار د ګنيو حاصل ورکوي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، ګني د کال په وروستۍ مياشت کې کرل کېږي او د بل کال پر يوولسمه مياشت راټولېږي.

هغه پژواک ته وويل، د ګنيو د توليداتو د ډېروالي لپاره بايد حکومت له دوی سره د ګنيو د اصلاح شوو نوعو مرسته وکړي، وړيا سره او تر څنګ يې د ګنيو په فصل کې د کرل کېدونکو تخمونو په ورکړه کې هم همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.