ترینکوټ (پژواک، ٣ مرغومى ۹۷): په اروزګان کې لوړ ولور د دې لامل شوی چې ډېری ځوانان ناقانونه کړنو ته مخه کوي او نجونې بیا د پلرونو په کورونو کې زړېږي.
د ځايي قومي مشرانو د معلوماتو له مخې، په یاد ولایت کې د نجلۍ کورنۍ د هلک له کورنۍ په منځني ډول له یو څخه تر پنځه میلیونه کلدارو ولور اخلي چې ډېری کورنۍ بیا د دومره پیسو د ورکولو توان نه لري.
د دغه ولایت دیني عالمانو، د ولایتي شورا غړي، دولتي مسوولین، قومي مشران او یو شمېر مېرمنې د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې راټولې شوې وې، څو په دغه ولایت کې د شته ناوړه دودونو د مخنيوي او د نجونو په بدل کې د زیاتو پیسو اخیستلو په تړاو خپل غږ پورته کړي.
دیني عالمان هم په ټوله کې ناوړه رواجونه له اسلامي شريعت سره په ټکر کې یادوي او د مخنیوي لپاره یې له مسوولو ادارو د عامه پوهاوي پروګرامونه پر جوړېدو ټینګار کوي.
د اروزګان د ارشاد حج او اوقافو رییس مولوي حمدالله ابدالي وایي، هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي، بل هېڅ دين نه دي ورکړي.
خو هغه زياته کړه چې ټولنه او خلک له دې بې خبره دي چې له یوې خوا ټولنه د تباهۍ لور ته روانه ده او له بلې خوا د کورنیو له لوري د نجونو حقوق تر پښو لاندې شوي دي.
ابدالي پر اسلام په بشپړه توګه د خلکو نه پوهاوی د دې ټولو ستونزو زېږنده بولي او زياتوي چې په اسلام کې د یوې نجلۍ په بدل کې باید تر درې سوه درهمو ولور ټيټ نه وي او زيات يې دومره چې مقابله کورنۍ يې توان ولري.
خو دغه ديني عالم وايي چې اوس لوړ ولور په ټولنه کې رواج شوی او څو چې یوه نجلۍ پر میلیونو کلدارو ورنه کړل شي، په کورونو کې ناستې وي.
په غونډه کې یو شمېر نورو دیني عالمانو هم پر خلکو په ځانګړې توګه کورنیو غږ وکړ چې خپلو خپلوانو او په ځانګړې توګه ښځو ته هغه حقوق ورکړي، کوم چې د اسلام په سپېڅلي دین کې ورکول شوي دي.
قومي مشران، دولتي مسوولین، او د بشري حقونو استازي هم دغلته روان ناوړه رواجونه مطلق د خلکو پر زیان بولي او د کورنیو له مشرانو غواړي چې شته ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نورمحمد ابدالي، د ولایتي شورا غړي نورمحمد حقمل او د بشري حقونو خپلواک کمېسيون استازي عبدالهادي بهایي له کورنیو وغوښتل د نجونو په بدل کې له زیات ولور اخیستلو ډډه وکړي او دغه ناوړه رواج ودروي.
دوی وایي، په دغه ولایت کې د يوې نجلي په بدل کې له ۱،۲ تر ۵ میلیونه کلدارې د ولور په نوم د نجلۍ کورنۍ اخلي چې زیاتې کورنۍ او ځوانان د دومره پیسو ورکولو توان نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن