ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نژند: د پوهتنون وروستي کال ته رسېدل مې ښيي چې معلولیت د پرمختګ خنډ نه جوړېږي

نژند: د پوهتنون وروستي کال ته رسېدل مې ښيي چې معلولیت د پرمختګ خنډ نه جوړېږي

author avatar
25 Dec 2018 - 17:45
نژند: د پوهتنون وروستي کال ته رسېدل مې ښيي چې معلولیت د پرمختګ خنډ نه جوړېږي
author avatar
25 Dec 2018 - 17:45

چاريکار (پژواک، ٤ مرغومی ٩٧): د کابل د کلکان ولسوالۍ یو غیرتي ځوان عبدالحکیم نژند چې دواړه پښې یې فلج دي، خو توانېدلی ښوونځي ولولي او په پوهنتون کې هم د ممتازو محلصينو په ډله کې راشي.

دغه ۲۳ کلن ځوان سترې هیلې لري او هغه ته د رسېدو لپاره له هغه چا ډېره هڅه کوي چې معلول نه دي.

نژند چې پښې یې فلج خو اراده یې لوړه ده، د کلکان ولسوالۍ د «بازاري» کلي کې زېږېدلی دی.

نژند چې د پروان پوهنتون په ورودي دروازه «د معلولینو ځانګړي بایسکل» کې ناست و، پژواک خبري اژانس ته وویل، په ٧ کلنۍ یې زده کړو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((لومړی د دیني زده کړو لپاره جومات ته په لاسونو تللم، وروسته مې په داسې حال کې د مقاومت کلکان په ښوونځي کې ځان شامل کړ چې کورنۍ مې خوښه نه وه، ویل به یې، ته نه شې کولای، خو ما له زده کړو سره مینه درلوده او لومړنۍ او متوسطې زده کړې مې په همدې ښوونځي کې بشپړې کړې.))

دغه ځوان زیاته کړه، ښوونځي یې له کوره شاوخوا یو کیلو متر لرې و او په ستونزو یې ښوونځي ته رسېدګي کوله، خو دغې ستونزو یې ښوونځي ته د تلو مخه ډب نه کړه.

نژند وویل: ((هره ورځ مې له خلکو غوښتنه کوله چې ما په خپل بایسکل کې ښوونځي ته ورسوي، چا به رسولم او چا نه، همدغه ډول مې له ښوونځي کور ته د تلو لپاره له خلکو مرسته غوښتله.))

ده زیاته کړه، په خامه لاره په یواځې ځان خپل بایسکل ته حرکت نه شي ورکولای.

دغه با استعداده ځوان وویل: ((د اتم او یوولسم ټولګي کتابونه کې په ژمي کې کور کې ولوستل، د اتم ټولګي د لیاقت ازموینه مې ورکړه او نهم ټولګي ته بریالی شوم، بیا مې د یوولسم ټولګي ازموینه ورکړه او دولسم ټولګي ته بریالی شوم.))

نژند په ۱۳۹۴ کال کې د کلکان ولسوالۍ د شهید امیر حبیب الله خادم دین رسول الله ښوونځي څخه په اتمه نومره فارغ شو او په همدې کال یې د کانکور ازموینې له لارې د ۲۲۸ نومرو په اخيستو د پروان پوهنتون د خپلې خوښې پوهنځي (دري ادبیاتو) ته لار و مونده.

نوموړی اوس د یاد پوهنځي د درېیم ټولګي محصل دی او هره ورځ له کلکانو ولسوالۍ څخه پروان پوهنتون ته چې د دغه ولایت په مرکز کې موقعیت لري، ځان رسوي.

نژند وویل، هر ورځ د سهار ۶ بجې له کوره د پوهنتون په لوري حرکت کوي او دوستان یې ورسره مرسته کوي چې له کوره تر عمومي سړکه چې شاوخوا یو کیلو متر لار ده، د ويلچر په وسیله ورسوي.

نوموړي زیاته کړه، له دې وروسته پوهنتون ته تر رسېدو په موټر کې شاوخوا ۲۰ کیلو متره لاره وهي.

ده وویل: ((پوهنتون ته د رسېدو لپاره موټر ته ډېر انتظار باسم، ځینې موټروانان رانه تر درې سوو کرایه غواړي، که څه هم زه له خپل ويلچر سره د موټر په ډاله کې کښېنم، له دواړو لورو له ۱۵۰ افغانیو څخه تر ۲۰۰ افغانیو کرایه ورکوم، څلور بجې بېرته کور ته رسېږم.))

هغه وویل: ((دا ټول زحمت ځکه باسم چې زده کړه وکړم، د ځان او نورو حقونه وپېژنم، خیر که په لاره نه شم ګرځېدلای.))

نوموړی چې هیله لري په راتلونکی کې د وخت له پوهانو وي، وویل، تر اوسه توانېدلی چې په پوهنتون کې کادري نومرې ولري.

نوموړي زیاته کړه، ځينې ګاونډیان یې ورسره توپیري چلند کوي، خو دی له دې ستونزو سره مبارزه کوي او باور لري چې یوه ورځ  به یې هیلو ته ورسېږي.

دغه ځوان د خپلې کورنۍ د غړو (پلار، مور، درې خویندې او څلورو وروڼو)  تر منځ یواځینی کس دی چې زده کړې کوي.

د کار نه شتون او اقتصادي بېوزلي هغه ستونزې دي چې زیاتره افغان ځوانان ورسره مخ دي او دغې ستونزو د نژند پر ژوند هم اغېز کړی دی.

هغه دې ته په اشاره چې یواځې پلار یې کار کوي او ګلکار دی، وویل: ((هره ورځ پوهنتون ته د تلو راتلو پر مهال له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ افغانۍ کرایه ورکوم، دا پیسې ډېرې په سخته پیدا کوم، تر اوسه هېڅ ارګان راسره مرسته نه ده کړې، یواځې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا راسره د ويلچر مرسته شوې ده.))

هغه چې هر کال ۶۰ زره افغانۍ د معلولۍ معاش اخلي، وویل، په همدې کمو امکاناتو یې په کور کې یو کتابتون جوړ کړی چې زر جلده کتابونه لري.

د نژند کړنو یې استادان او ټولګیوال حیران کړي او دوی باور لري چې نژند خپلو ورځنیو چارو ته د روغ انسان په پرتله ډېره رسېدنه کوي.

د پروان پوهنتون استادې عادلې حمیدي ازین وویل، نژند د همدې پوهنتون یو ښه محصل دی.

مېرمن حميدي زیاته کړه: ((عبدالحکیم نژند د ټولو معلولینو لپاره غوره الګو ده، ځینې وخت معلولین فکر کوي چې دوی د ټولنې د اوږو بار دي، په داسې حال کې چې عبدالحکیم نژند څرګندوي چې معلولین کولای شي زده کړې وکړي او ټولنې ته خدمت وکړي.))

هغه وویل، نژند نورو معلولینو ته روحیه ورکوي چې خپلې فکري توانايی په کار واچوي او لوړې زده کړې وکړي.

 دغه راز د نژند ټولګیواله نودا، نوموړی یو اتل او له روغ انسان لوړ ګڼي او د هغه نېک چلند یې وستایه.

هغه زیاته کړه: ((نژند جسمي توانايي لري، خو فکري ناتواني نه لري او زموږ او نورو هغو کسانو په پرتله چې موږ یې پېژنو، روغ دی، زحمت کش او هڅاند کس دی.))

د کلکان ولسوال محمد ظریف راشد وویل، سږ کال په دې ولسوالۍ کې له ۸۰ معلولینو سره د خوراکي موادو او البسې مرسته شوې او له سلو زیات معلولینو ته حرفوي زده کړې پیل شوې دي.

هغه وویل، د عبدالحکیم نژند په اړه معلومات نه لري، خو که ولسوالۍ ته راشي او د مرستې وړ وي، له ده سره به هم دولتي مرستې وشي.

د کلکان ولسوالۍ د چارواکو د معلوماتو له مخې، په پروان کې شاوخوا درې زره معلول او معیوب کسان موجود دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.