ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په هلمند او لوګر کې د ۲۶ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي په هلمند او لوګر کې د ۲۶ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
25 Dec 2018 - 12:11
چارواکي په هلمند او لوګر کې د ۲۶ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
25 Dec 2018 - 12:11

لښکرګاه- پل علم (پژواک، ٤ مرغومى ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې په هلمند او لوګر ولايتونو کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د ځانګړو ځواکونو د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني د مرغومي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې قول اردو د اووم کنډک کومانډو ځواکونو د هلمند د کجکي ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي، يو ټپي شوى او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، لوګر کې هم وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو پلان درلوده، څو د محمد اغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد وکړي.

ده وويل چې د طالبانو تر بريد مخکې افغان هوايي ځواکونو پر طالبانو بريدونه کړی چې په ترڅ کې یې اته طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه د سرخاب سيمې اوسېدونکي فيض محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په کلي پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.