ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا لوى درستيز: په افغانستان کې مو ماموريت د پلان له مخې دوام مومي

د امريکا لوى درستيز: په افغانستان کې مو ماموريت د پلان له مخې دوام مومي

author avatar
25 Dec 2018 - 16:07
د امريکا لوى درستيز: په افغانستان کې مو ماموريت د پلان له مخې دوام مومي
author avatar
25 Dec 2018 - 16:07

کابل (پژواک، ٤ لېندۍ ٩٧): د امريکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وايي چې په افغانستان کې به د سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس دوام ومومي.

ډانفورډ دغه څرګندونې پرون د نوي میلادي کال د راتلو او د کرسمس د اختر په مناسبت په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره د ليدنې او پر مهال کړې دي.

هغه خپلو سرتېرو ته ويلي، بېلابېلې اوازې شاوخوا خپرېږي، ستاسو نننى ماموریت هغه ماموریت دی چې تاسو پرون لاره.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې ځينو رسنيو د امريکايي سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې ګواکې ولسمشر ټرمپ له خوا په نږدې راتلونکي له افغانستانه خپل اووه زره سرتېري اوباسي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جان سکاټ مېلر هم ويلي وو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا دفاع وزارت امر لا دوی ته نه دی رسېدلی.

د امريکا لوى درستيز وايي، که چېرې  د بدلون په اړه څه ترلاسه کړل د پوځ له مشرانو سره به يې شریک کړي.

هغه زياته کړه: "که چېرې له دې څخه سربېره يو څه موجود وي چې تاسو ته يې ووايو، حتماً به يې تاسو ته ووایم، جنرال مېلر په دې پوهېږي چې په مناسب وخت کې ممکن کوم بدلون رامنځته شي. "

د نوموړي په وينا، اوس مهال تاسو امریکايي سرتېري یاست تاسو ماموریت لرئ او یوازې ورته دوام ورکړئ.

نوموړی د کرسمس د رخصتیو په مناسبت د کابل به جنوب کې د «دهلیک وېسټ» په نوم د امریکايي ځواکونو پوځي کمپ ته ورغلی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.