ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينوارو د شپږو ولسواليو يو شمېر خلکو حکومت سره د پريکون ګواښ وکړ

د شينوارو د شپږو ولسواليو يو شمېر خلکو حکومت سره د پريکون ګواښ وکړ

author avatar
25 Dec 2018 - 17:20
د شينوارو د شپږو ولسواليو يو شمېر خلکو حکومت سره د پريکون ګواښ وکړ
author avatar
25 Dec 2018 - 17:20

جلال اباد (پژواک ۴ مرغومی ۹۷): د ننګرهار د شينوارو قوم اړوند د شپږو ولسواليو يو شمېر قومي مشرانو د ټاکنو د لومړنيو پایلو په غبرګون حکومت سره د پرېکون ګواښ وکړ.

دوی ويل، د ټاکنو لومړنۍ پايلې له درغليو ډکې دي، دوی ته د منلو وړ نه دي او که په کې بدلون رانه شي؛ نو حکومت سره به پرېکون وکړي.

دوی د مرغومي په ۴مه د دغه ولايت ولايتي شورا ته ورټول شوي وو او خپل غږ يې له رسنيو سره شريک کړ.

د دوی له ډلې يوه قومي مشر ملک کفتر خان وويل، د دغې اعتراضيه غونډې موخه په ټاکنو کې د دوی د رايو په برخه کې د شوې درغلۍ حق غوښتل دي.

دی وايي، د شينوارو شپږو ولسواليو خلکو رايه ورکړې؛ خو په پايلو کې د دغو ولسواليو هېڅ نوماند نه دی بريالی شوی؛ نو ځکه خو دوی د اعتراض په توګه ولايتي شورا ته راغلي دي.

دغه راز د شينوارو قومي مشر ملک عبدالحکيم وويل، د شينوارو د شپږو ولسواليو خلکو د سر په بدل کې د رايو مرکزونو ته لاړل؛ خو ټاکنو کمېسيون يې له رايو سره خیانت وکړ او د دوی په رايه يې هېڅوک بريالی نه کړ.

هغه ګواښ وکړ، که يې د رايو په تړاو له سره غور ونه شي؛ نو د شينوارو قوم تر دې وروسته هېڅ ټاکنو کې برخه نه اخلي، د ښوونځيو دروازې بندوي، د خپلې سيمې ټول ځوانان له اردو را وباسي او د جلال اباد- تورخم لاره هم د ترافيکو پر مخ بندوي.

د شينوارو  قوم د ځوانانو شورا رييس نېک عمل شينواري وويل، د شينوارو د شپږو ولسواليو خلکو په داسې حال کې رايه ورکړې، چې داعش او طالب دواړو وسله والو ډلو ورته ګواښونه کړي و؛ خو بيا هم د دوی د دغې قربانۍ او احساساتو سره ظلم شوی او له دغه قوم هېڅ کس نه دی بريالی شوی.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی ثاقب شينواری وايي، دا ټاکنې خپلواکې نه، بلکې د سفارتونو په خوښه ترسره شوې او انتخاب شوي نه، بلکې انتصاب شوي کسان کامياب شوي دي.

په يادو کسانو کې د نياز ولي مسلم په نوم د ولسي جرګې يو معترض نوماند هم موجود و، هغه وويل، د ټاکنو پايلې له درغليو ډکې دي؛ ځکه يواځې يې په دوربابا ولسوالۍ کې ۴۷۲۱ رايې اخيستې دي؛ خو کمېسيون ترې ۹۵۹ رايې کمې کړې دي.

دی وايي، کله چې ټاکنې ترسره شوې، نو ټاکنو کمېسيون ورسره معلومات شريک کړل، چې ټولټال يو لک او ۸۰ زره رايي استعمال شوي؛ خو وروستيو پايلو کې د ټولو رايو شمېره دوه لکه او شپېتو زرو ته پورته شوې ده.

په همدې حال کې د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون مشر ډاکټر احمد داود صديقزاد پژواک ته وويل، دا لومړنۍ پايلې دي او دوی کولی شي، چې په تړاو يې ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته شکايت وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.