ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د شهیدانو او معلولینو پر معینیت برید کې ٤٣ ملکي وګړي وژل شوي

د کابل د شهیدانو او معلولینو پر معینیت برید کې ٤٣ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
25 Dec 2018 - 08:32
د کابل د شهیدانو او معلولینو پر معینیت برید کې ٤٣ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
25 Dec 2018 - 08:32

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د شهیدانو او معلولینو پر معینیت د تېرې ورځې په برید کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

پرون مازدیګر مهال د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د زړو مکروریانو په سیمه کې  د شهیدانو او معلولینو پر معینیت ډله ییز برید وشو.

عینیي شاهدان وایي چې لومړی د یوه موټربم په وسیله د یادې ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه او وروسته څو بریدګر یادې ودانۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.

د صدیقي په نامه یوه عیني شاهد پژواک ته وویل چې له چاودنې سره سم هلته ډزې پیل شوې او وسله وال ودانۍ ته ننوتل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي چې په دې څو ساعته جګړه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۲۸ ملکي وګړي او یو پولیس وژل شوي  او درې پولیس ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو له خوا له یادې ودانۍ ۳۵۷ کسان ژغورل شوي او په سیمه کې چاڼیز عملیات ادامه لري.

بلخوا د کابل د امنیې قوماندانۍ جنایي رییس جنرال سالم الماس ویلي چې تر اوسه په دې پېښه کې ۳۰ ملکي وګړي او یو پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان  دي.

خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح پژواک ته وویل چې له یادې پېښې ٤٣ جسدونه او ١٠ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.