ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: حکومت او نړیواله ټولنه د وري په ۳۱مه د ټاکنو ترسره کېدو پر سر اختلاف لري

سرچینه: حکومت او نړیواله ټولنه د وري په ۳۱مه د ټاکنو ترسره کېدو پر سر اختلاف لري

author avatar
25 Dec 2018 - 15:33
سرچینه: حکومت او نړیواله ټولنه د وري په ۳۱مه د ټاکنو ترسره کېدو پر سر اختلاف لري
author avatar
25 Dec 2018 - 15:33

 

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۹۷): د ټاکنو کمېسیون یوه سرچینه وايي، دغه کمېسیون د وري په ۳۱مه د ولسمشرۍ او غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو ترسره کېدو ته تیاری لري خو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلاف له امله ملاتړ کوونکي د ټاکنو لګښت نه ورکوي.

دغه معتبره سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د حکومت او نړیوالې ټولنې اختلاف کمېسیون په دوه لارۍ درولی دی.

نوموړي د ملاتړ کوونکو هېوادونو او افغان حکومت نه همکارۍ ته په اشاره وویل، ملاتړي هېوادونه د ولسمشرۍ او غزني ولایت د لوسي جرګې د ټاکنو د ځنډېدو غوښتنه کوي، خو افغان حکومت پر یو وخت د وري په ۳۱مه د څلورو ټاکنو (ولسمشریزو، د غزني د ولسي جرګې، د ولسوالیو شوراګانو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو) په ترسره کېدو ټينګار کوي.

هغه د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه د یادو څلور ټاکنو ترسره کېدل ناشوني وګڼل او ویې ویل، تر اوسه په دې اړه له ملاتړو هېوادونو او له حکومت سره کومې پایلې ته نه یو رسېدلي.

سرچینې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې موجوده اختلافونو ته په کتو د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل شوني دي؟ وویل: ((د بودجې له ورکولو پرته د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل ناشونې دي.))

نوموړي د حکومت غوښتنې (پر یو وخت د څلورو ټاکنو تر سره کېدل) ته په اشاره وویل، تر اوسه د ولسوالیو شوراګانو استازو ته هم کوم امتیاز په پام کې نه دی نیول شوی او هېڅوک په ولسوالیو شوراګانو کې نوم لیکنې ته تیار نه دي نو څه ډول به د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي؟

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش په خپله فېسبوک پاڼه کې د ((د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو نامعلوم برخلیک او د مشرانو جرګې معیوب تشکیل او د لویې جرګې نامعلوم وضعیت!)) تر عنوان لاندې لیکنه کې ویلي: ((موږ د اساسي قانون پر پلي کېدو مکلف یو او په دې برخه کې د حاکمیت د اساسي جوړښتونو بشپړول او د حاکمیت د تمثیلوونکو بنسټونو رامنځته کول زموږ ډېر مهم مکلفیتونه دي؛ ځکه که د ملي حاکمیت جوړښتونه بشپړ نه وي هم د دولت مشروعیت او هم یې فعالیتونه تر پوښتنې لاندې راځي.))

د هغه په خبره، په اساسي قانون کې د دغو بنسټونو جوړښت داسې دی چې که یو له هغو نیمګری یا غیر فعال وي، پانې بنسټونه هم اصلاً جوړښت نه نیسي او یا نه شي کولای خپل صلاحیتونه په بشپړ ډول عملي کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالوېش پر اساس، د دې ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د مرغومي په لومړۍ پیل او د همدې میاشتې تر دوولسمې دوام لري، د ټاکنو نوماندان کولای شي ټاکنو کمېسیون ته ته له ورتلو وروسته نوم لیکنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې ۴۰ کسانو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې خو تر اوسه هېڅ نوماند په رسمي ډول نوم لیکنه نه ده کړې.

د دغه مهالوېش پر اساس، ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳۱مه ترسره کېږي او د نوماندانو لومړنی لېست به یې د روان کال د مرغومي په ۱۸مه اعلان شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.