ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ځینې ښځې: ټاکنیز کمېسیونونه دې پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي

د کندوز ځینې ښځې: ټاکنیز کمېسیونونه دې پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي

author avatar
26 Dec 2018 - 14:43
د کندوز ځینې ښځې: ټاکنیز کمېسیونونه دې پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي
author avatar
26 Dec 2018 - 14:43

کندوز ښار (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٧): په کندوز ولايت کې لسګونو ښځو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې له ټاکنيزو کمېسيونونو غوښتنه وکړه چې پاکې رايې له ناپاکو بېلي کړي او حق حقدار ته وسپاري.

دغه ښځې نن (د مرغومي پنځمه) د کندوز په مرکز کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مخې ته راټولې شوې وې.

د دغو اعتراض کوونکو ښځو له ډلې ولسي جرګې ته نوماندې مرضيې رستمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې غونډې د دوى اساسي موخه دا ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون بايد پاکې رايې له ناپاکو بېلې کړي.

هغې وويل: ((موږ اسناد لرو او کمېسيون ته مو تسليم کړي چې يو شمېر کانديدانو رايې نه درلودې خو په لومړني لېست کې اوس بريالي اعلان شوي چې دا ښکاره درغلي ده.))

دغه راز بلې اعتراض کوونکې او مدني فعالې حبيبه ګلستاني وايي، که چېرې ټاکنيز کمېسيونونه پاکې او ناپاکې رايې سره جلا نه کړي، ډېر خلک به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

هغې وويل: ((دغه ټاکنې د ټاکنيزو کمېسيونونو لپاره يو ازمايښتي دور دى، بايد په بريا سره يې پاى ته ورسوي.))

همدارنګه بلې اعتراض کوونکې تينا هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل: ((د ټاکنو کمېسيون وويل چې په کندوز کې ټولټال ٣٥زره رايې کارول شوې دي، خو اوس چې موږ رايې حسابوو، نو ٥٢زره رايې کارول شوې دي چې دا وروستۍ رايې د ځينو کانديدانو لپاره تقلب شوى دى.))

يادو اعتراض کوونکو ويل که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، نو دوى به په لويو لاريونونو لاس پورې کړي او لويې لارې به هم وتړي.

د کندوز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون عمومي رييس عزيزالله اريايي پرون په کابل کې د کندوز له معترضو نوماندانو سره د ليدنې پر مهال ويلي وو چې دوى خپلې وروستۍ هڅې کوي څو پاکې رايې له ناپاکو رايو بېلې کړي.

د يادونې ده، د کندوز تر څنګ د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکو او ځينو کانديدانو پر اعتراضونو لاس پورې کړى او ټينګار کوي چې يواځې بايومټريک شوې رايې بايد وشمېرل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.