کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): پاکستان او روسيې په لوړه کچه د افغانستان پر وروستيو حالاتو او پرمختګونو خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي د خپل سفر په درېيم پړاو کې نن سهار مسکو ته رسېدلى.
سرچينې زياته کړې چې نوموړي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او همکاريو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دواړو لورو د سيمې د حالاتو تر څنګ د افغانستان پر وروستيو حالاتو، سولې او ملي پخلاينې خبرې کړې دي.
پاکستان د دې ليدنې نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي د خپلو دغو سفرونو په لومړۍ ورځ افغانستان ته راغلى و، بيا چين ته ولاړ او پر افغان سولې پروسې يې د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن