ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“زرګونه ماینونه مې شنډ کړل؛ خو چې معیوب شوم، حکومت هېر کړم”

“زرګونه ماینونه مې شنډ کړل؛ خو چې معیوب شوم، حکومت هېر کړم”

author avatar
26 Dec 2018 - 12:03
“زرګونه ماینونه مې شنډ کړل؛ خو چې معیوب شوم، حکومت هېر کړم”
author avatar
26 Dec 2018 - 12:03

غزني ښار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): د زرګونو ماينونو شنډوونکی معلول سرتېرى وايي، له کومې ورځې يې چې د ماين په چاودنه خپلې پښې او سترګې له لاسه ورکړې، حکومت ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

دغه سرتېرى محمد سليم نومېږي، د غزني ولايت اصلي اوسېدونکى دى چې د غزني تر څنګ يې په پکتيا او ننګرهار ولايتونو کې ١٤ کاله د ملي امنيت په ليکو کې دنده ترسره کړې ده.

نوموړي د مرغومي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د خپل ماموريت پر مهال يې ٣٧٧٥ ماينونه شنډ کړي دي.

هغه وايي: ((٣٧٧٥ ماينونه مې شنډ کړل، کله مې چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ ٣٧٧٦یم ماين شنډاوه نو راباندې يې چاودنه وکړه او سخت يې ژوبل کړم.))

د يادې چاودنې له امله د سليم يو لاس، دواړه پښې او جوړه سترګې له لاسه ورکړې او اوس د خپلې کورنۍ د اوږو بار دى.

سليم زياتوي: ((کله چې ماين راباندې وچاودېد، ښځه مې زما لپاره روغتون ته راغله، څو ورځې هلته وه، کله چې بېرته خپل کور ته ستانه شوو، نو کور هم غلو وهلى و، هېڅ يې راته نه و پرېيښي.))

د هغه په وينا، دا په کومه کچه ماينونه چې ده شنډ کړي او دغه هر ماين يواځې يو کس وژلى واى، نو اوس به څومره کسان وژل شوي وو؟

نوموړي په ژړغوني غږ وويل: ((څلور کلنه لور مې ده، راته وايي اغا که ته روغ واى نو اوس به دې زه دوکان ته بیولم.))

خو محمد سليم له حکومته ګيله من دى چې په تېرو درېيو کلونو کې يې هېڅ ډول مرسته ورسره نه ده کړې.

دى وايي: ((د شهيدانو او معلولينو په دفتر کې مې ورته وژړل چې کومک راسره وکړئ، خو چا مې غږ وانه ورېد، بيا د ځوانانو ټولنې مشر راباندې پېښ شو، له هغه ځايه يې و ايستم او مرسته يې راسره وکړه.))

سليم دوه لوڼې لري او مېرمن يې هم ځوانه ده، هغه وايي چې د دوى راتلونکي ته سخت ځورېږي.

نوموړى وايي: ((زه خو پښې او لاسونه نه لرم، وړه لور مې راته وايي چې اغا ته ولې دومره وړکى يې نور سړي خو غټ غټ دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.