ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حمدالله محب له خپل ایراني سیال سره د ترهګرۍ ضد پر ګډې مبارزې خبرې وکړې

حمدالله محب له خپل ایراني سیال سره د ترهګرۍ ضد پر ګډې مبارزې خبرې وکړې

author avatar
26 Dec 2018 - 18:17
حمدالله محب له خپل ایراني سیال سره د ترهګرۍ ضد پر ګډې مبارزې خبرې وکړې
author avatar
26 Dec 2018 - 18:17

کابل (پژواک ٥ مرغومى ٩٧): د افغانستان او ایران د ملي امنیت سلاکارانو له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د ملي امنيت شورا له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن مخکې له غرمې په خپل کاري دفتر کې د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره وکتل.

سرچينه کاږي، په ناسته کې دواړو خواوو پر بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د سولې پر بهیر، امنیت، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث او نظریات شریک کړل.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر ته په اشارې وویل چې افغانان د تل پاتې او پتمنې سولې غوښتونکي دي.

هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې ښکېل هېوادونه باید له افغانستان سره رښتینې همکاري وکړي.

محب څرګنده کړه، په افغانستان کې د سولې تامین په موخه کورنۍ اجماع رامنځته شوې او د افغانانو په محوریت، د دولت په دولت اصل ته په کتو سیمه ییزې اجماع ته اړتیا ده.

د هېواد د ملي امنیت سلاکار وویل، ترهګري ناوړه پدیده ده چې دواړه لوري ګواښي او په یو هېواد کې نا امني بل هېواد هم نا امنه کولای شي.

ده ټینګار وکړ چې داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو محاربوي قوت د لوړېدو تر څنګ کولای شي له خپلې خاورې او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

په همدې حال کې د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د افغانستان حکومت اقدامات وستایل.

هغه همدا راز ځان بسياینې ته د رسېدو په هدف د افغان حکومت اقدامات وستایل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.