ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايران د ملي امنيت شورا لوړپوړى پلاوى کابل ته راغلى

د ايران د ملي امنيت شورا لوړپوړى پلاوى کابل ته راغلى

author avatar
26 Dec 2018 - 12:08
د ايران د ملي امنيت شورا لوړپوړى پلاوى کابل ته راغلى
author avatar
26 Dec 2018 - 12:08

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): د ايران د ملي امنيت شورا د دارالانشاء رييس د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته را رسېدلى دى.

ايراني رسنيو د مرغومي په ٥مه خبر ورکړى چې د علي شمخاني په مشرۍ د ملي امنيت شورا دغه پلاوى په يوه ورځني سفر کابل ته تللى دی.

سرچينې زياته کړې چې له نوموړي سره په دغه سفر کې يو شمېر لوړپوړي سياسي، نظامي او امنيتي چارواکي هم ملتيا کوي.

ايراني سرچينو ويلي چې نوموړي دغه سفر د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار ډاکتر حمدالله محب په رسمي بلنه کړى دى.

ټاکل شوې ده چې ايرانى پلاوى د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت له سلاکار ډاکټر محب او يو شمېر نورو مشرانو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او په بېلابېلو برخو کې پر همکاريو خبرې وکړي.

علي شمخاني د ايران د روحاني مشر ايت الله خامنه يي ځانګړى استازى هم دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.