کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): د ترکيې پارلمان پرېکړه کړې ده چې ځواکونه به يې دوه کال نور هم د ناټو په چوکاټ کې د غوڅ ملاتړ ماموريت کې وي.
د ترکيې د انادولو اژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه پرون د ترکيې پارلمان په يوه ځانګړې غونډه کې وکړه.
د یاد هېواد پارلمان ويلي چې تر دوو کلونو وروسته به د افغانستان اوضاع ته په پام د خپلو سرتېرو د حضور يا ايستلو په اړه پرېکړه کوي.
د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه د ۲۰۱۹ کال له لومړۍ نېټې عملي کېږي. دمګړۍ د ناټو ٢٩ غړي او ۱۴ نور متحد هېوادونه په افغانستان کې سرتېري لري.
ترکيه د ناټو په ماموريت کې ٥٠١ سرتېري لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن