ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښي لاس اشترېنګ لرونکو موټرو مالکان د خپلو موټرو له پرزه کولو سره مخالفت کوي

د ښي لاس اشترېنګ لرونکو موټرو مالکان د خپلو موټرو له پرزه کولو سره مخالفت کوي

author avatar
26 Dec 2018 - 19:11
د ښي لاس اشترېنګ لرونکو موټرو مالکان د خپلو موټرو له پرزه کولو سره مخالفت کوي
author avatar
26 Dec 2018 - 19:11

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۹۷): د ښي لاس اشترېنګ لرونکو موټرو لسګونه مالکان چې د موټرو د پنځو کلونو اسنادو وخت یې مخکې پای ته رسېدلی، د دغو اسنادو د تمدید او یا بلې مناسبې حل لارې غوښتنه کوي او د خپلو موټرو له پرزه کولو سره مخالفت کوي.

په تېرو کلونو کې د افغانستان د ترافیکو د قانون خلاف زیات شمېر ښي لاس اشترېنګ لرونکي موټر هېواد ته وارد شول. د افغانستان د «لارې ترافیکو» د قانون د څلورم څپرکي په ۱۹مه ماده کې راغلي چې په افغانستان کې نقلیه وسایل د لارې په ښي اړخ حرکت کوي.

د افغانستان د وزیرانو شورا په ۱۳۹۰ کال کې د دغه موټرو لپاره پنځه کلن اسناد ورکړل چې شاوخوا درې کاله مخکې یې وخت پای ته رسېدلی او امنیتي ځواکونو په مرکز او ولایاتو کې زیات شمېر یاد موټر ټول کړي دي.

نن د ملي شورا مخې ته د یادو موټرو لسګونه مالکانو لاریون کړی وو.

د لاریون کوونکو له ډلې فرهاد وویل: ((ټوله پانګه مې چې درلوده، اووه کاله مخکې مې په ۴۰۰ زره افغانۍ ښي لاس اشترېنګ لرونکی موټر وپېره چې پنځه کاله اسناد یې لرل او هېڅکله مې دا فکر نه کاوه چې یوه ورځ به حکومت دغه موټر بې باوره ګڼي او موټر به پرزه کوي.))

هغه زیاته کړه، یو کال کېږي چې حکومت يې موټر نیولی او په اړه یې معلومات نه لري.

دده په خبره، نه یواځې زما بلکې د ټولنې د بېوزله طبقې د زیاتو کسانو پانګې په دغه موټرو کې بندې دي او مسوولین باید ورته د حل لار ولټوي.

نوموړي د دغو موټرو په راټولولو کې حکومت په دوه ګوني چلند تورن کړ او ویې ویل، حکومت یواځې د غریبو خلکو موټر ټولوي.

هغه ادعا کوي چې یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي، د ملي شورا غړي او زورواکي هم له دغو موټرو استفاده کوي.

بل اعتراض کوونکي محمد فهیم وویل، شاوخوا یو کال کېږي چې امنیتي ځواکونو یې موټر نیولی او دی یې په اړه معلومات نه لري.

نوموړي وویل: ((یو شرکت چې ګواکې له ګمرک سره قرارداد لري، هره ورځ ماته زنګ وهي او وايي، که موټر دې په شل زره افغانۍ پلورې چې پرزه یې کړو، زموږ دفتر ته مراجعه وکړه.))

ده زیاته کړه، د ترافیکو او ګمرک مديریت دې دغه موټر خپلو مالکانو ته وسپاري چې مالکان یې خپله پرزه کړي، له دې پرته دې حکومت دغه موټرو ته اسناد ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.