کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د کرکټ ملي لوبغاړو ته په خطاب کې هيله څرګنده کړې چې دغه نړیوال جام په خپلو کارنامو سره دوامدار افغانستان ته راوړي.
له ارګه د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن په چهار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت نیول شوو مراسمو کې ګډون وکړ.
هغه وويل، د کرکټ نړیوال جام دوه ځلې په دوره یي ډول افغانستان ته راوړل شو او هیله ده چې دغه ځل به یې په خپلو کارنامو سره دوامدار راوړي.
ولسمشر غني د افغانستان د کرکټ لوبغاړي هغه واقعي اتلان وبلل چې هېوادوالو ته تل د خوښۍ او ویاړ احساس ورکوي.
نوموړي زیاته کړه: ((فکر نه کوم د کرکټ هومره اجماع دې د بل څه په اړه موجوده وي او حکومت به خپل امکانات له دغو ملي اتلانو درېغ نه کړي.))
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ريیس عزیزالله فضلي ولسمشر ته په خطاب کې وویل، له نېکه مرغه ستاسو په دوره کې د کرکټ نړیوال جام دوه ځلې افغانستان ته راوړل شو.
هغه زیاته کړه، د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د لسو هېوادونو په ګډون په ۲۰۱۹ کال په انګلستان کې پیلېږي او دغه ځل به د کرکټ د دغو ملي اتلانو له برکته دغه نړیوال جام په حقیقي بڼه افغانستان ته راوړو.
د کرکټ نړيوال جام نن سهار افغانستان ته راوړل شو او د کابل په هوايي ډګر کې يې تود هرکلى وشو.
ټاکل شوې ده چې دغه جام باميان، هرات او کندهار ولايتونو هم يووړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن