ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
27 Dec 2018 - 16:14
د دایکنډي په پاتو ولسوالۍ کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
27 Dec 2018 - 16:14

نیلی (پژواک، ۶ مرغومی ۹۷): د دایکنډي امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۳۰ طالبان وژل شوي او د نیلي ـ پاتو لار د خلکو په مخ پرانیستل شوې ده.

د دایکنډي امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري پژواک ته وویل، امنیتي ځواکونو د پاتو ولسوالۍ مرکز، قخور، د تمزان بالا او پایین کلی او د استیجیک سیمې زیاته برخه په بشپړ ډول له وسله والو پاکه کړې ده.

د ده په خبره، په دغو علیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ۳۰ طالبانو له وژل کېدو او سیمو تر پاکولو وروسته اوس په دې سیمه کې امنیتي وضعیت عادي دی او خلکو ته یې هېڅ ډول ګواښ نشته.

په همدې حال کې د دایکنډي د ملي امنیت رییس وویل، په دغو عملیاتو کې د طالبانو اته قوماندانان وژل شوي دي.

طالبانو د لیندۍ په پنځه ویشتمه نیمه شپه د پاتو ولسوالۍ په تمزان سیمه کې ډله ییز بریدونه وکړل چې له امله یې له لسو ډېر امنیتي ځواکونه وژل شوي وو او درې امنیتي پوستې طالبانو نیولې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.