ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د ځینو ولسوالیو په جګړو کې تخریب شوي عامه ځایونه بیارغول کېږي

د ننګرهار د ځینو ولسوالیو په جګړو کې تخریب شوي عامه ځایونه بیارغول کېږي

author avatar
27 Dec 2018 - 10:57
د ننګرهار د ځینو ولسوالیو په جګړو کې تخریب شوي عامه ځایونه بیارغول کېږي
author avatar
27 Dec 2018 - 10:57

جلال اباد (پژواک، ٦ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، د شینوارو په هغو شپږو ولسوالیو کی چې عامه تاسيسات يې د داعش او طالب وسله والو ډلو او امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال تخريب شوي، بيارغول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د شينوارو زون په شپږو ولسواليو کې زرګونه کورونه، پلونه، سړکونه، جوماتونه، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه تخريب شوي چې اوس يې د بيارغونې لپاره سروې ترسره شوې ده.

دغه زون کې هسکه مېنه، اچين، کوټ، نازيان، غني خېل او دوربابا شامل دي چې په دې وروستيو څو کلونو کې جګړو له امله سخت زيانمن شوي دي.

د ننګرهار د کليو او پراختيا رييس انجينر مجیب الرحمن ضياء د مرغومي په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، د ولسمشر په لارښوونه په یادو ولسوالیو کې لومړی د زیربنايي تاسيساتو سروې ترسره کړې او هغه پروژې چې ویجاړې شوې او یا زیانمنې شوې دي بېرته رغول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، دا مهال د کليو پراختيا رياست په خپله برخه کې د سروې چارې بشپړې کړې، راپور يې چمتو شوی او اړوند وزارت ته استول شوی دی.

د ضیاء په وینا، په یادو ولسواليو کې به د کرنې، روغتيا، پوهنې او نورو برخو کې زيانمنې شوې زيربنايي پروژې او تاسيسات شامل دي چې د بيارغونې د بهیر له پيل سره به له یوې خوا په جګړه ځپلو سيمو کې خلکو ته کار پیدا شي او له بلې خوا به له دې سیمو څخه کډه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

دی وايي، په يادو شپږو ولسواليو کې ۱۷ ښوونځي، ۸ کلينيکونه، ۵ جوماتونه، ۳ پلونه، ۱۵۰ څاګانې، لسګونه کیلومټره سړکونه، چې پلچکونه، واشونه او نورې برخې يې هم په کې شاملې دي او ۲۱ کانالونه چې سلګونه جريبه ځمکه ترې خړوبېده له سربندونو سره تخريب شوي دي.

هغه زياتوي، جګړو دغه راز ۱۲ زره ۷۷۳ کورونه هم تخريب او ړنګ شوي چې په جوړېدو سره به يې يادو کورنيو ته بېرته د تګ زمينه برابره شي.

د کليو پراختيا رييس وايي، په دغو ولسواليو کې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښتو او دغه راز د افغان او بهرنيو ځواکونو ځمکنيو او هوايي بريدونو دغه خسارات رامنځته کړي، چې ځينې يې په بشپړ ډول ړنګ او ځينې يې يو څه اندازه تخريب شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ترسره شوې سروې ټول معلومات به ډېر ژر له ولسمشر سره شريک او د هغه له تاييد وروسته به يې عملي کارونه پيل شي.

بلخوا د يادو سيمو اوسېدونکي وايي چې له کلونو ورسره همدا ډول ژمنې تکرارېږي، درې واليان تبديل شول؛ خو تر اوسه ورسره عملي مرسته ونه شوه.

د اچين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اتل شينواري پژواک ته وويل، د عبدالخېلو بازار کې يې کور ړنګ شوی، څو ځل يې سروې شوې؛ خو تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.