ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو ځوان چورلکه جوړوي، خو د حکومت مرستې ته اړ دی

ننګرهار کې یو ځوان چورلکه جوړوي، خو د حکومت مرستې ته اړ دی

author avatar
27 Dec 2018 - 15:36
ننګرهار کې یو ځوان چورلکه جوړوي، خو د حکومت مرستې ته اړ دی
author avatar
27 Dec 2018 - 15:36

جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۷): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې يو کس څرخي الوتکه جوړوي، خو وايي چې د حکومت له همکارۍ پرته یې دغه کار سمه نتيجه نه ورکوي.

دی وايي، شخصي بودجه يې همدومره وه چې د الوتکې لومړني کارونه يې ترسره کړل، خو که ورته حکومت امکانات په لاس ورکړي نو کولی شي چې دغه الوتکه په هوا کې والوځوي او تر څنګ يې نورې الوتکې هم جوړې کړي.

۳۰ کلن حبيب اصلاُ د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکی دی خو اوس د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د فلزکارۍ دوکان لري.

هغه وايي څه موده وړاندې ورسره فکر پيدا شو چې الوتکه جوړه کړي نو له خپلو دوو نورو ملګرو سره يې مشوره وکړه او هغوی هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دی زياتوي، نږدې دوه مياشتې وړاندې د الوتکې پر ډيزاين او جوړېدو کار پيل کړ چې اوس يې د الوتکې ساختمان جوړ کړی خو نور کارونه يې پاتې دي.

د حبيب الرحمن په خبره، د کارونو پاتې کېدو علت يې د مالي امکاناتو کموالی دی خو که حکومت ورسره مرسته وکړي، کولی شي چې ياده الوتکه په هوا کې والوځي او نورې الوتکې هم جوړې کړي.

هغه د شويو کارونو په تړاو وويل: ((دا څرخونه يې له پيتلو جوړ دي، نوره ډانچه يې د کلکې اوسپنې د پايپونو ده. نور وسايل هم په کې شته خو انجن به يې ګرانه بيه غواړي چې موږ سره نشته.))

د سيمې خلک خوښ دي چې له منځه يې يو ځوان داسې نوښت کوي او د الوتکې د جوړېدو هوډ لري.

د اسدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي له پژواک سره د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې دوی له ياد شخص سره هر راز مرستې ته چمتو دي خو د حکومت دنده هم جوړېږي چې د ده لاسنيوی وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره د خبرو پر مهال تاييد کړه چې ولايتي اداره د دې ډول نوښتګرو ځوانانو ملاتړې ده او ډېر ژر به د امکاناتو په موجوديت کې له ياد شخص سره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.