ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Dec 2018 - 11:38
دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Dec 2018 - 11:38

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٧): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ځینو سيمو کې د عملياتو او بمبار له امله ٧٩ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له یاد وزارته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات، ۹۹ ځانګړي کومانډویي دندې او ۹ هوایي بریدونه د وسله والو پر ځالو او د مخالفينو د له منځه وړو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړي او همداراز هوایي ځواکونو ۱۱۸ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره کړي دي.

سرچينه زياتوي، د دې ټولو په پايله کې ۴۶ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

سرچينه کاږي، دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، پکتیکا، پکتیا، غزني، اروزګان، دایکنډي، هرات، فراه، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د فاریاب د خواجه سبزپوش او دولت اباد په ولسوالیو کې ۲۵ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان او د هلمند د ګرشک، نهر سراج او د لښکرګاه لويې لارې په اوږدو کې ۱۳ مخالفين وژل شوي، ۷ تپیان، د دښمن ۷ موضع گانې، یو موټر او دوه موټرسایکلونه له منځه وړل شوي او ۳۱ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې همداراز د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ او د پکتیا د مرکز اړوند شیخانو په کلي کې د حقاني شبکې ۵ وسله وال وژل شوي، یو موټر او یو موټرسایکل له منځه وړل شوي، د اروزګان د چهارچینو په ولسوالۍ کې ۳ ترهګر وژل شوي او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د بغلان د ګذرګاه نور په ولسوالۍ کې ۳ مخالفين ټپیان شوي دي.

خو وسله والو مخالفينو په تېره بيا طالبانو د يادې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.