کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۹۷): لویې څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون رییس او د دې ادارې څلور نور غړي د نجونو د جنسي ځورونې د قضیې په تړاو ممنوع الخروج اعلان کړي دي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې کارډین ورځپاڼې په یو راپور کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولین د ښځو فوټبال ملي ټیم له غړو پر جنسي استفادې تورن کړل او له دغه تورونو د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) په دې اړه د څېړنو له ترسره کولو خبر ورکړ.
وروسته له دې (د لېندۍ ۱۸مه) د افغانستان لویې څارنوالٌۍ د فدراسیون د رییس کرام الدین کرام، مرستیال، سکتر جنرال، د امنیت د مسوول او د فوټبال فدراسیون د ولایتونو د مسوول دندې وځنډولېږ
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن (د مرغومي ۷مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو تورونو په تعقیب لویې څارنوالۍ د دې مسئلې د څېړنې په موخه یو پلاوی وګومارلی دی.
هغه زیاته کړه چې د فوټبال فدراسیون رییس، سکتر جنرال، د امنیت مسوول، د فوټبال فدراسیون د ولایتونو مسوول او د دغه فدراسیون یو بل کس د فوټبال د نجونو لوبغاړو د جنسي ځورونې د ادعا په تړاو تازه د لویې څارنوالۍ له خوا ممنوع الخروج شوي دي.
د ده په وينا، په ممنوع الخروج کسانو کې د فدراسيون مرستيال يوسف کارګر نه دى شامل.
هغه څرګنده کړه چې تر اوسه د فدارسیون د غړو او فوټبالرانو له ډلې له ۲۵ کسانو څېړنې شوې او په دې برخه کې نور څېړنې په جدیت دوام لري.
هغه زیاته کړه، د هغو زیانمنو له ډلې چې له افغانستان بهر ژوند کوي، په دې اړه له هغو اسناد او شواهد ترلاسه شوي او دغه کار به په یاده قضیه کې د پرمختګ لامل هم شي.
دا په داسې حال کې ده چې ګارډین ورځپاڼې تازه د مخکنیو راپورونو په تعقیب د ښځو لوبغاړو د نقل قول له مخې د دې موضوع په اړه نور جزئیات هم خپاره کړي دي.
ګارډين لیکلي، ځیني فوټبالرانې چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، دې ورځپاڼې ته ویلي چې د فوټبال فدراسیون رییس کرام الدین کرام دوی ډېرې ځورولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن