کابل (پژواک، ٨ مرغومی ٩٧): د ملي دفاع سرپرست وزیر له دفاعي وضعیت څخه تهاجمي وضعیت ته د ملي اردو د سرتېرو په راوتلو ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه سرتېري به له نن وروسته د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې بې رحمه او قهرجن عمل وکړي.
اسدالله خالد چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ملي دفاع وزارت د سرپرست او نوماند په ډول په دنده ګومارل شوی، نن د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ.
هغه چې له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۴ کاله د ملي امنیت د عمومي رییس دنده هم ترسره کړې، پر ملي یووالي د ټینګار تر څنګ وویل، د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره کار کوي او په وزارت کې د اړتیا او وړتیا له مخې تغيیر او تبدیلي راولي.
اسدالله خالد په ډاګه کړه: ((زما لومړيتوب به دا وي چې هېڅ امنیتي سرتېری به د جګړې پر ډګر د یواځېتوب احساس ونه کړي او له حال احوال به یې خبر وو او د دوی اکمالاتي او اعاشې چارو ته جدي پاملرنه کوم.))
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: ((که مې واورېدل چې په یو ځای کې ټپي پاتې دی او نه شو یې انتقالولای، ډاډه شئ چې د دفاع وزیر مو خوب نه وړي، ټول وزارت به په حرکت راولم څو هغه ټپي روغتون ته انتقال شي.))
هغه زیاته کړه: ((د ملي اردو سرتېري له یوې اونۍ زیات په اندړو ولسوالۍ کې په زخمي حالت کې د انتقال په تمه وو، سرتېرو ته ډاډ ورکوو چې له دې وروسته به ستاسو په مقابل کې هېڅ ډول بې توجهي ونه شي او په شته امکاناتو او حتی د بهرنیو ځواکونو په مرسته به تاسو ته رسېدګي وشي.))
نوموړي د ملي اردو سرتېرو ته په اشاره وویل، د دغو امنیتي ځواکونو د قربانیو او پر وسله والو د دوی د فشار په اساس سوله شونې ده.
هغه زیاته کړه، له دې وروسته به د ملي اردو سرتېري د دولت له وسله والو مخالفینو سره بې رحمه او قهرجن عمل کوي.
هغه وویل: ((له سرتېرې مې هیله دا ده چې سربېره پر دې چې د دښمن پر وړاندې به بې رحمه او قهرجن وي، همدومره به د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، له جنګي بندیانو سره د ښه چلند او بشري حقونو په پام کې نیولو ته چې زموږ ایماني او قانوني دنده ده، کوښښ وکړي.))
د دفاع سرپرست وزیر د ملي اردو له سرتېرو وغوښتل چې له دې ورسته باید خپلې نیمګړتیاوې د بهرنیو ځواکونو پر نه همکارۍ توجیه نه کړي.
نوموړي وویل، بهرني سرتېري، د غوڅ ملاتړ او امریکايان د روزني او مشورې او دغه راز د افغان ځواکونو تر څنګ د درېدو لپاره په افغانستان کې حضور لري، خو د افغانستان مالکان خپله افغانان دي او تصمیم هم باید خپله افغانان ونیسي.
نوموړي ټينګار وکړ: ((راځئ دا شعار بدل کړئ او د «سر به یې وهو، سنګر به ترې نیسو» له شعار سره د جګړې ډګر ته ننوځئ.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن