ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوداګريز توکي د لاجوردو لارې ترکيې ته ورسېدل

افغان سوداګريز توکي د لاجوردو لارې ترکيې ته ورسېدل

author avatar
29 Dec 2018 - 16:23
افغان سوداګريز توکي د لاجوردو لارې ترکيې ته ورسېدل
author avatar
29 Dec 2018 - 16:23

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٧): په نهو موټرو کې بار د افغانستان بېلا بېل ډول سوداګريز توکي د لاجوردو له لارې ترکيې ته ورسېدل.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال اجمل حميد عبدالرحيمزي د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سوداګريز موټر پرون ناوخته د ترکيې د ارتيون په نامه ګمرک ته رسيدلي دي.

هغه زياته کړه، چې ترکيې ته ددې موټرو درسېدو په تړاو چهارشنبه په ياده سيمه کې يو لړ مراسم نيول کېږي، چې پکې ددواړو هېوادونو استازي هم ګډون کوي.

د دغه وزارت وياند مسافر قوقندي بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په دې موټرو کې ١٨٨ بېلا بېل ټول توکي بار وو.

د نوموړي په وينا، دا موټر د افغانستان له  تورغونډۍ بندر څخه د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان څخه ترکيې ته رسېدلي دي .

د لاجورد لارې قرارداد د پنځو واړو برخمنو هېوادونو (افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ترکیه او ګرجستان) مسوولینو په ګډون د ترکمنستان ښار مرکز "عشق‌ اباد" کې د ۲۰۱۷م کال د نومبر میاشت په ۱۵مه نېټه لاسلیک شو.

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، له دې لارې په ګټې اخیستو افغانستان کولی شي مختلف توکي او تولیدات، لکه د چشت شریف مرمر تیږه، د کندهار انار، د زابل بادام، د هرات زعفران، د کندوز هندواڼې، د پکتیا او خوست زړغونځي (جلغوزې)، د بدخشان لعل او ورته نور توکي اروپا ته صادر کړي.

د لاجوردو  لاره په لومړي ځل صادراتو کې ۱۸۰ ټنه د پنبې تار، ۲۳ ټنه ممیز، ۲۵ ټنه کُنځلې (کنجد) او ۲۶ ټنه د هندواڼو زړي شامل وو. د ولسمشر پرانیستې وینا سره سم د لاجورد لار په اصل کې د ورېښمو لرغونې لارې یوه برخه ده په کومه چې به ۴۰۰۰ کاله وړاندې د افغانستان لاجورد اروپا ته صادرېدل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.