د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اسدالله خالد د ملي اردو له دفاعي څخه پر تهاجمي حالت بدلېدو ټينګار وکړ

اسدالله خالد د ملي اردو له دفاعي څخه پر تهاجمي حالت بدلېدو ټينګار وکړ

Dec 29, 2018 - 19:25

کابل (پژواک، ٨ مرغومی ٩٧): د ملي دفاع سرپرست وزیر له دفاعي وضعیت څخه تهاجمي وضعیت ته د ملي اردو د سرتېرو په راوتلو ټینګار وکړ او ویې ویل، دغه سرتېري به له نن وروسته د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندې بې رحمه او قهرجن عمل وکړي.

اسدالله خالد چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ملي دفاع وزارت د سرپرست او نوماند په ډول په دنده ګومارل شوی، نن د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ.

هغه چې له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۴ کاله د ملي امنیت د عمومي رییس دنده هم ترسره کړې، پر ملي یووالي د ټینګار تر څنګ وویل، د اوسني وضعیت د ښه کېدو لپاره کار کوي او په وزارت کې د اړتیا او وړتیا له مخې تغيیر او تبدیلي راولي.

اسدالله خالد په ډاګه کړه: ((زما لومړيتوب به دا وي چې هېڅ امنیتي سرتېری به د جګړې پر ډګر د یواځېتوب احساس ونه کړي او له حال احوال به یې خبر وو او د دوی اکمالاتي او اعاشې چارو ته جدي پاملرنه کوم.))

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: ((که مې واورېدل چې په یو ځای کې ټپي پاتې دی او نه شو یې انتقالولای، ډاډه شئ چې د دفاع وزیر مو خوب نه وړي، ټول وزارت به په حرکت راولم څو هغه ټپي روغتون ته انتقال شي.))

هغه زیاته کړه: ((د ملي اردو سرتېري له یوې اونۍ زیات په اندړو ولسوالۍ کې په زخمي حالت کې د انتقال په تمه وو، سرتېرو ته ډاډ ورکوو چې له دې وروسته به ستاسو په مقابل کې هېڅ ډول بې توجهي ونه شي او په شته امکاناتو او حتی د بهرنیو ځواکونو په مرسته به تاسو ته رسېدګي وشي.))

نوموړي د ملي اردو سرتېرو ته په اشاره وویل، د دغو امنیتي ځواکونو د قربانیو او پر وسله والو د دوی د فشار په اساس سوله شونې ده.

هغه زیاته کړه، له دې وروسته به د ملي اردو سرتېري د دولت له وسله والو مخالفینو سره بې رحمه او قهرجن عمل کوي.

هغه وویل: ((له سرتېرې مې هیله دا ده چې سربېره پر دې چې د دښمن پر وړاندې به بې رحمه او قهرجن وي، همدومره به د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې، له جنګي بندیانو سره د ښه چلند او بشري حقونو په پام کې نیولو ته چې زموږ ایماني او قانوني دنده ده، کوښښ وکړي.))

د دفاع سرپرست وزیر د ملي اردو له سرتېرو وغوښتل چې له دې ورسته باید خپلې نیمګړتیاوې د بهرنیو ځواکونو پر نه همکارۍ توجیه نه کړي.

نوموړي وویل، بهرني سرتېري، د غوڅ ملاتړ او امریکايان د روزني او مشورې او دغه راز د افغان ځواکونو تر څنګ د درېدو لپاره په افغانستان کې حضور لري، خو د افغانستان مالکان خپله افغانان دي او تصمیم هم باید خپله افغانان ونیسي.

نوموړي ټينګار وکړ: ((راځئ دا شعار بدل کړئ او د «سر به یې وهو، سنګر به ترې نیسو» له شعار سره د جګړې ډګر ته ننوځئ.))

نوموړي وویل: ((نور نه غواړم واروم چې دا کار د امریکا د نه پاملرنې له امله وشو.))

هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو پر زیاتره موټرو بېلا بېل شعارونه لیکلي چې یو یې «سر ورکوو خو سنګر نه ورکوو» شعار دی.

نوموړي له دفاعي حالته تهاجمي حالت ته د وضعیت پر بدلېدو د ټینګار تر څنګ زیاته کړه: ((راځئ دغه شعار بدل کړئ، او د «سر به یې وهو، سنګر به ترې نیسو» له شعار سره میدان نه ننوځئ.))

هغه وویل، هېڅوک دې تر هغه وخته نوموړي ته د نوې دندې مبارکي نه ورکوي څو یې چې له وسله والو مخالفینو سره په مبارزه کې پرمختګ نه وي کړی.

هغه روښانه کړه: ((د غوره او پر ځای ټاکنې جمله هغه ورځ ووايئ چې ستاسو د دفاع په خاطر شهید او تابوت مې د افغانستان په بیرغ کې وپېچل شي، هغه ورځ ولسمشر غني ته ووايئ چې ستاسو ټاکنه پر ځای او ښه وه.))

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور محب الله محب یادو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، د افغانستان د دوست او دښمن تعریف ډېر اسانه دی او هر څوک چې د افغانستان نظام تخریب کړي، د دغه هېواد د خلکو او حکومت دښمن دی.

هغه زیاته کړه: ((موږ هېڅکله د امنیتي سرتېرو په قربانیو معامله نه کوو او د ښه او بد ترورېست تر منځ توپیر هم نشته... موږ به د سولې خبرې له هغو کسانو سره وکړو چې د سولې رامنځته کېدو ته لېوالتیا لري.))

هغه په اوسنيو شرایطو کې د ملي دفاع د سرپرست وزیر په توګه د اسدالله خالد ټاکل مهم وبلل او ویې ویل چې د هغه پر ټاکل کېدو سره د دښمن له سترګو خوب تښتېدلى دی.

د ملي دفاع پخواني وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي وویل: ((۱۹ میاشتې مخکې چې ماته دا دنده راکړل شوه، د هېواد پر وړاندې ګواښونه اوج ته رسېدلي وو او دښمن قصد درلود چې څو ولایتونو او له لسو ډېرې ولسوالۍ ونیسي.))

هغه وویل، فاریاب، فراه، کندوز، غزني، بغلان او ځینې نور ولایتونه په بد امنیتي وضعیت کې وو.

خو د ده په خبره، د ملي اردو سرتېرو له پولیسو او د ملي امنیت سرتېرو سره په همکارۍ د دولت د وسله والو مهالفینو ټول پلانونه ناکام کړل.

هغه د ملي اردو له ټولو منسوبینو وغوښتل چې لکه څنګه چې د ده سره همکار وو، له اسدالله خالد سره هم همکار پاتې شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement