د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ځانمرګو بريدونو پلانوونکي په ګډون ۱۶ داعشیان وژل شوي

د ځانمرګو بريدونو پلانوونکي په ګډون ۱۶ داعشیان وژل شوي

Dec 29, 2018 - 12:28

جلال اباد (پژواک، ۸ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال د داعش ډلې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې د ملي امنيت اړوند د صفر دوه قطعې په نوم ځانګړو ځواکونو تېره شپه د اچين ولسوالۍ د باندر کلي اړوند په چونګښې خولې سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.

دی زياتوي د يادو ځانګړو عملياتو پر مهال د داعش ډلې د يو پاکستاني قوماندان (خطاب باجوړي) په ګډون ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې د ځانمرګو بريدونو پلان جوړوونکی هم شامل دی چې جلال اباد ښار او د دغه ولايت نورو بېلابېلو سيمو کې يې د لويو ځانمرګو بريدونو پلانونه جوړ کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له عمليات کوونکو ځواکونو سره هوايي ملاتړ هم موجود و او پر مهال يې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسېدونکو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، د ملي امنيت همدغو ځانګړو ځواکونو په نازيانو ولسوالۍ کې هم عمليات ترسره کړي او يو مهم داعش وسله وال يې وژلی دی.

د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وايي،  عمليات تېره شپه د دې ولسوالۍ په لنډۍ سيمه کې ترسره شوي، چې د داعش ډلې يو فعال او مهم غړی په کې وژل شوی او وسلې او مهمات يې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement