ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معترض نوماندان: د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا رايې دې بیا وشمېرل شي

معترض نوماندان: د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا رايې دې بیا وشمېرل شي

author avatar
30 Dec 2018 - 15:46
معترض نوماندان: د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا رايې دې بیا وشمېرل شي
author avatar
30 Dec 2018 - 15:46

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا معترضو نوماندانو په دغو ولایتونو کې د رايو بیا شمېرنې او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې ټاکنې د روان کابل د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه  په ۳۲ ولایتونو کې تر ره شوې، خو په کندهار کې څو ورځې وروسته وشوې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د لوګر په ګډون د دېرشو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي، د کابل، بغلان، پکتیا او کوچیانو حوزې ټاکنې تر اوسه اعلان نه دي اعلان شوي.

د یادونې ده، د ځینو ستونزو له امله په غزني ولایت کې ټاکنې ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې راتلونکي کال کې وشي.

له لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو څخه د ولسي جرګې معترضو نوماندانو نن په کابل کې یوې خبري ناسته کې ګډون وکړ.

له پکتیا معترض نوماند محمدصدیق احمدخیل وویل چې په دغه ولایت کې ټاکنې په ناقانونه توګه پنځه ورځې روانې وې او پراخې درغلې په کې شوې دي.

نوموړي ادعا وکړه چې حکومتي چارواکي په ځانګړې توګه ولسوالان او امنیه قوماندانان بې پرې نه وو او د ځانګړو نوماندانو په ګټه او یا زیان یې فعالیت کاوه.

هغه وويل چې له بایومټریک سیستمه پرته کارول شوې رايې نوماندانو ته د منلو وړ نه دي او ټول نوماندان د رایو بیا ګڼل غواړي.

د پکتیکا یو معترض نوماند عتیق الله اورګوني وويل چې په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې له زیاتو ستونزو سره مخ وې، زورواکو او سیمه ییزو چارواکو پراخې درغلۍ کړې دي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغه ولایت کې د ټاکنو مخکښ اعلان شوي کسان په محاکمو کې دوسيې لري.

د لوګر یوه معترض کاندید غازي خان احمدزي وویل چې د ټاکنو کمېسیون له لوري په سیستم کې د هغو مرکزونو رايې ثبت شوې چې هلته هېڅ ټاکنې نه دي ترسره  شوي.

هغه زیاته کړه چې په دې تړاو يې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته اسناد او شواهد وړاندې کړي او له دغه کمېسیونه غواړي چې ټولو اسنادو او شکایتونو ته هر اړخيزه رسېدنه وشي.

عبدالولي واحدزي چې د خوست معترضو نوماندانو په استازیتوب يې خبرې کولې وویل: ((اسناد لرم چې زورواکو په ځینو ولسوالیو کې صندوقونه په غلا وړي  او د ځانګړو کاندیدانو په ګټه يې ډک کړي وو، ويډيوګانې مو د شکایتونو کمېسیون ته سپارلې دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.