مزارشريف (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د شمالي ولايتونو پر ۴زره جريبه ځمکې د باغونو جوړولو لړۍ له بلخ ولايته پيل شوه.
په شمال کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسوول فهيم جباري د مرغومي په نهمه نېټه د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د باغ جوړولو د پيل په پروګرام کې وويل، دغه باغونه به د شمال زون په پنځو ولايتونو کې جوړ شي.
هغه زياته کړه چې په ۲۰۱۹ کال کې به په سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې پر ۴زر اوبیزو ځمکو د بېلابېلو مېوو د باغونو جوړولو تر څنګ پر شاوخوا ۲زره جريبه للمي ځمکه د پستې باغونه هم جوړ شي.
جباري پژواک ته وويل، دغه باغونه به د هغو مېوو له ونو جوړ شي چې له سيمه ييز چاپېريال سره مطابقت ولري.
د هغه په خبره، په يادو باغونو کې به د شفتالو، زردالو، الو، ګيلاس، بادام، انار، انګور او پستو ونې شاملې وي.
نوموړي زياته کړه چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام به له کروندګرو سره د يادو باغونو په پاللو او روزلو کې بشپړه مرسته کوي.
هغه وويل: ((موږ به د يادو باغونو په روزلو، د اوبو سيستم، د افاتو پر ضد دوايي او حتی د حاصل پر مهال د مارکېټ موندلو برخه کې له کروندګرو سره مرستو ته دوام ورکوو.))
دى زياتوي، ټول هغه نيالګي چې باغونه ترې جوړېږي، د کيفيت او معيار له مخې د سيمې له چاپېريال او هوا سره بشپړ سمون لري.
جباري وويل چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام هڅه کوي چې باغدارانو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو په خاطر د سړو خونو ستونزه هم حل کړي څو کروندګر وکولای شي چې خپل حاصلات په کې وساتي.
د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي پژواک ته وويل چې د يادو باغونو په جوړېدو سره به هغه ستونزې هم تر يوه بريده حل شي چې د هوا د ککړتيا له امله چاپېريال ورسره مخ دی.
د هغه په وينا، په راتلونکي ۲۰۱۹ کال کې د بلخ ولايت په ۱۴ ولسواليو کې پر ۱۰۰۰ جريبه ځمکې باندې د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړېږي.
نوموړی وايي چې که کروندګر غوښتنه وکړي، نو دوی به له دې زياته مرسته هم ورسره و کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن