ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: اطلاعاتو ته لاسرسی په دولتي او نا دولتي ادارو کې د فساد مخه نیسي

دانش: اطلاعاتو ته لاسرسی په دولتي او نا دولتي ادارو کې د فساد مخه نیسي

author avatar
30 Dec 2018 - 19:11
دانش: اطلاعاتو ته لاسرسی په دولتي او نا دولتي ادارو کې د فساد مخه نیسي
author avatar
30 Dec 2018 - 19:11

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د ولسمشر دویم مرستیال اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمېسیون د نوو غړیو د معرفي په مراسمو کې دغه کمېسیون ته د دولتي او نا دولتي ادارو پر ځواب ورکونې د ټينګار تر څنګ په ادارو کې اطلاعاتو ته لاسرسی د فساد کمولو او شفافیت لپاره مهم امر  وباله.

د ولسمشر له فرمان سره سم، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون له پنځو غړو څخه عين الدین بهادري، زهرا موسوي او حمدلله ارباب د پنځو کلونو، نجیبه مرام او فضل الباري بریالی د درې کلونو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق خونديتوب لپاره د لومړۍ دورې لپاره په رسمي ډول معرفي شول.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د نوو غړو معرفي په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل چې د دې کمېسیون نوي غړي له خطره ډکې دندې پرغاړه لري.

نوموړي، دې مطلب ته په اشارې چې د بیان ازادي مهم عنصر، اطلاعاتو ته لاسرسی دی، وویل چې اطلاعاتو ته لاسرسی روڼتیا زیاتوي او په دولتي او نادولتي ادارو کې د فساد مخنیوی کوي.

هغه، اطلاعاتو ته لاسرسی له ادارې فساد سره د مبارزې مخنیوي تر ټولو مهمه لار وګڼله، زیاته کړه: (( که ادارات خلکو ته د اړینو اطلاعاتو پر وړاندې کولو ځان مکلف و نه بولي، په اسانۍ کولی شي چې  فساد رامنځ ته کوونکې کړنې پټې او له عدالت څخه وتښتي.))

دانش، د ولسمشرۍ او خپلواکو کمېسیونو په ګډون ټولې ادارې  د کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پروړاندې مسؤوله ګڼي او ویې ویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او قانون، له فساد سره مبارزې ته مناسب چوکاټ رامنځ ته کړی دی.

د حکومت یاد لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو په دوام وویل چې په روان کال کې درې قانونونه ( اطلاعاتو ته د لاسرسي، د اداري فساد له افشا کوونکو نه د ملاتړ قانون او له اداري فساد سره د مبارزې قانون تصویب شوي دي چې دا قوانین د یو بل بشپړونکي دي او باید پلي شي.

د ولسمشرۍ یاد چارواکي د دې مطلب په څرګندولو سره چې ښايي یو شمېر ادارو تر اوسه دا قانون نه وي مطالعه کړی، وویل چې دا کمېسیون باید د دې قانون د احکامو تطبيق په څرنګوالي څارنه ولري او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړئ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پخواني مشرسید اکرام افضلي د کمېسیون له نوو غړو خپل ملاتړ اعلان او هغوی ته يې په خطاب کې وویل: ((که قانون مو پلی کړ په څنګ کې به مو ولاړ یم، خو که چېرته د قانون خلاف کړنه ترسره او قانون عملي نه کړئ، نو لومړي کسان چې د تاسو په وړاندې به ودرېږي، د کمېسیون پخواني غړي به وي.))

نوموړي د اطلاعاتو کمېسیون د بودیجې تېرو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: ((له دې وروسته باید کمېسیون ته ټول امکانات برابر شي، موږ میلیارډونه ډالر نه غواړو، کومه بودیجه چې موږ اټکل کړې، نږدې ۵۰ میلیون افغانۍ کېږي، هیله ده چې ستونزه هواره شي.))

نوموړي دې مطلب ته په اشارې چې یو شمېر کوچنې ادارې زرهي موټرونه لري، وویل په زرهي موټرونو دولت نه جوړيږي، بلکې دولت په مشروعیت جوړیدای شي او اطلاعاتو ته لاسرسی دولت ته مشروعیت ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.