ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په چنارتو کې خلک او امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ دي

د اروزګان په چنارتو کې خلک او امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ دي

author avatar
30 Dec 2018 - 16:09
د اروزګان په چنارتو کې خلک او امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ دي
author avatar
30 Dec 2018 - 16:09

ترينکوټ (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ مسوولين او اوسېدونکي وايي چې له درېيو کلونو راهيسې کلابند دي، د خوراکي توکو د نشتوالي تر څنګ امنيتي ځواکونو ته اکمالات هم نه کېږي.

چنارتو ولسوالۍ له  تېرو درېيو کلونو راهيسې د طالبانو له خوا کلابنده ده.

د اروزګان والي او يو شمېر امنيتي مسوولينو پرون دې ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ولسوالۍ له قومي مشرانو او خلکو سره يې وليدل.

د ولسوالۍ مسوولینو او عامو اوسېدونکو له ورغلو چارواکو وغوښتل چې دوى ته دې پاملرنه زياته کړي او بېړنۍ بشري مرستې دې ورسره وشي.

رازمحمد چې د يادې ولسوالۍ د بازار اوسېدونکی دى، چارواکو ته وويل چې وسله والو طالبانو ټولې لارې پرې تړلې دي او دې ولسوالۍ  ته د  هېڅ ډول خوراکي او غير خوراکي توکو د لېږد اجازه نه ورکوي.

هغه وايي، د ولسوالۍ اوسېدونکي له لوږې سره مخ دي او په ښار کې د شته توکو بيې دومره لوړې شوې چې هر څوک يې د اخيستلو توان نه لري.

حاجي ميراجان بل تن قومي مشر بيا پژواک ته وويل چې دوه میاشتې مخکې طالبانو د ولسوالۍ د نيولو لپاره بريدونه وکړل، د هغوی کورونه ونړېدل، له خپلو سیمو یې کډه وکړه او ورته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

د نوموړي په وينا، اوس هم د ولسوالۍ بازار کلابند دى او هره شپه طالبان پر امنيتي کمربند بريدونه کوي.

د چنارتو ولسوال معلم فيض محمد او امنيه قوماندان دويم څارن اخترمحمد وايي، مرکزي اداره ورته پر وخت اکمالات نه کوي او نه هم په جګړه کې د هغوی ټپي سرتېري انتقالېږي.

هغه زياته کړه چې ولسوالۍ له هر ډول پرمختګه بې برخې پاتې شوې ده.

امنیه قوماندان بيا وايي چې مهمات نه ورکول کېږي، هغه سرتېري چې له  طالبانو سره په جګړه کې ټپيان کېږي پر وخت روغتون ته  نه لېږدول کېږي او دې ته ورته نورې ډېرې ستونزې شته چی د ولسوالۍ خلک او مسوولين ورسره مخ دي.

د اروزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد د خلکو ستونزې مني او وايي چې دې ولسوالۍ ته يې لومړى سفر د همدې لپاره و، څو د خلکو ستونزې له نږدې واوري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.