کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): مشرانو جرګې په کونړ کې د ځنګلونو بې رحمه وهنې په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د هېواد ځنګلونو ساتنې لپاره د ځانګړې قطعې جوړېدو غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې منشي طیب عطا د دې جرګې په نننۍ غونډه کې وویل چې په کونړ کې د ځنګلونو پرې کول په بېرحمانه توګه دوام لري او سیمه ییز حکومت يې د مخنيوي توان نه لري.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه ولايت کې د ځنګلونو وهل او قاچاق په غیر قانوني ډول ترسره کېږي.
هغه ځنګلونه د بیت المال شتمني وبلله ويې ويل چې د محمد داوود خان حکومت پر مهال د ((زرغونې قطعې)) په نوم یو نظامي واحد د ځنګلونو او زرغونو سيمو د ساتنې مسوولیت درلود او باید دا قطعه بیا رامنځته شي.
د هغه په وینا، په کونړ کې مېشت امنيتي ځواکونه، د امنیت پر ټینګښت بوخت دي او باید د ځنګلونو ساتنې لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړه شي.
عطا وویل چې په کونړ کې د ځنګلونو پرې کول د لويې کچې سوداګرۍ بڼه غوره کړې او که مخنیوی یې ونه شي دا ملي شتمني به چور او تالان شي.
د مشرانو جرګې د منشي د څرګندونو پر اساس، د ځنګلونو په وهلو او قاچاق کې پر مافیا سربېره د دولت وسله وال مخالفین هم لاس لري.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د ځنګلونو ساتنې لپاره د زرغونې قطعې جوړولو په تړاو د جرګې دارالانشا ته دنده وسپارله څو د منشي وړاندیز د یوې مصوبې پر اساس حکومت ته واستوي او که امکانات شتون ولري نو د ځنګلونو ساتنې لپاره دې داسې یوه قطعه رامنځته شي.
د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې تر ډېره بریده د ځنګلونو پرېکولو مخه نیول شوې؛ خو دا ستونزه لاهم په ناامنو او لرې پرتو سيمو کې موجوده ده.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست د هڅو له امله، اتیا قومي شوراګانې جوړې شوي څو د ځنګلونو له وهلو مخنیوی وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن