د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

معترض نوماندان: د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا رايې دې بیا وشمېرل شي

معترض نوماندان: د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا رايې دې بیا وشمېرل شي

Dec 30, 2018 - 15:46

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا معترضو نوماندانو په دغو ولایتونو کې د رايو بیا شمېرنې او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې ټاکنې د روان کابل د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه  په ۳۲ ولایتونو کې تر ره شوې، خو په کندهار کې څو ورځې وروسته وشوې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د لوګر په ګډون د دېرشو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي، د کابل، بغلان، پکتیا او کوچیانو حوزې ټاکنې تر اوسه اعلان نه دي اعلان شوي.

د یادونې ده، د ځینو ستونزو له امله په غزني ولایت کې ټاکنې ترسره نه شوې او ټاکل شوې چې راتلونکي کال کې وشي.

له لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو څخه د ولسي جرګې معترضو نوماندانو نن په کابل کې یوې خبري ناسته کې ګډون وکړ.

له پکتیا معترض نوماند محمدصدیق احمدخیل وویل چې په دغه ولایت کې ټاکنې په ناقانونه توګه پنځه ورځې روانې وې او پراخې درغلې په کې شوې دي.

نوموړي ادعا وکړه چې حکومتي چارواکي په ځانګړې توګه ولسوالان او امنیه قوماندانان بې پرې نه وو او د ځانګړو نوماندانو په ګټه او یا زیان یې فعالیت کاوه.

هغه وويل چې له بایومټریک سیستمه پرته کارول شوې رايې نوماندانو ته د منلو وړ نه دي او ټول نوماندان د رایو بیا ګڼل غواړي.

د پکتیکا یو معترض نوماند عتیق الله اورګوني وويل چې په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې له زیاتو ستونزو سره مخ وې، زورواکو او سیمه ییزو چارواکو پراخې درغلۍ کړې دي.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغه ولایت کې د ټاکنو مخکښ اعلان شوي کسان په محاکمو کې دوسيې لري.

د لوګر یوه معترض کاندید غازي خان احمدزي وویل چې د ټاکنو کمېسیون له لوري په سیستم کې د هغو مرکزونو رايې ثبت شوې چې هلته هېڅ ټاکنې نه دي ترسره  شوي.

هغه زیاته کړه چې په دې تړاو يې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته اسناد او شواهد وړاندې کړي او له دغه کمېسیونه غواړي چې ټولو اسنادو او شکایتونو ته هر اړخيزه رسېدنه وشي.

عبدالولي واحدزي چې د خوست معترضو نوماندانو په استازیتوب يې خبرې کولې وویل: ((اسناد لرم چې زورواکو په ځینو ولسوالیو کې صندوقونه په غلا وړي  او د ځانګړو کاندیدانو په ګټه يې ډک کړي وو، ويډيوګانې مو د شکایتونو کمېسیون ته سپارلې دي.))

یاد معترض نوماند له ولسمشره غوښتنه وکړه چې اجازه دې نه ورکوي څو د ناپاکو رايو پر اساس نوماندان د ملت کور ته لار ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو چارواکو له دې وړاندې ويلي وو چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې يې د درغلیو او سرغړونو څه باندې لس زره شکایتونه تر لاسه کړي دي او ټولو ته به يې رسېدنه وشي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیالې حميرا حقمل،  تېره اوونۍ د دې کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو څېړنې په یولسمه علني غونډه کې د لومړنیو پایلو په اړه ویلي و: ((په لومړنیو پایلو کې تغییرات راتلونکي دي، په ځینو حوزو که له پنځوس تر سل سلنې امکان لري، پراخ شکایتونه او درغلۍ ترسره شوي دي، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو د ولايتي کمېسیونونو پرېکړې د لومړنیو پایلو اعلان پرمهال له پامه غورځولي دي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement