ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د ۳ طالب قوماندانانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي

میدان وردګو کې د ۳ طالب قوماندانانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي

author avatar
30 Dec 2018 - 14:38
میدان وردګو کې د ۳ طالب قوماندانانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي
author avatar
30 Dec 2018 - 14:38

ميدان ښار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د ميدان وردګو چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو د درېيو قوماندانانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د سيداباد ولسوالۍ په بهادرخېلو، باغک، کړوخېل کليو کې د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي دي.

سرچينه زياتوي، د شوو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو د درېيو قوماندانانو (انجنير حيات، مخلص او عبدالله) په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي، درې مرکزونه يې ويجاړ شوي، پنځه موټر يې تخريب شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوی تېره شپه د دغه ولايت د چک ولسوالۍ د زمانخېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کړی او ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياتوي، د ياد پر مهال يې د دولتي ځواکونو يو ټانک او يو رينجر موټر هم زيانمن کړی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.