فراه (پژواک، ٩ مرغومی ٩٧): د فراه پولیس وايي، په دغه ولایت کې پنځه طالبان د ماین چاودنې او درې نور په هوايي برید کې وژل شوي خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړې او وايي چې په هوايي برید کې د نشه يي توکو قاچاقبران وژل شوي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، تېره شپه د دغه ولایت د خاکسفېد ولسوالۍ په رنج کلي کې درې وسله وال طالبان د بې پيلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
د ده په خبره، په یوه بله پېښه کې د بلابلوک ولسوالۍ د زیارت په کلي کې پنځه طالبانو د خپل ماین په چاودنه کې چې په موټر کې یې انتقالولو وژل شوي دي.
نوموړي روښانه کړه چې په دې پېښو کې د وسله والو دوه سراچه موټرونه هم له منځه تللي دي.
خو طالبانو په یادو سیمو کې د خپلو کسانو وژل کېدل رد کړي او وايي، په یاد هوايي برید کې د نشه يي توکو قاچاقبران په نښه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن